
بادغیس کې د ټرافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او لس ټپیان شوي
د بادغیس د امنیې قومنداني ویاند صدیقالله صدیقي وایي چې په دې ولایت کې د یوه پلانکوچ موټر د چپهکېدو له امله دوه کسان مړه او لس نور ټپیان شوي دي.
په مړو شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.



