
میدانوردګ کې ۱۵ ټُنه بېکیفیته درمل او خوراکي توکي سوځول شوي
د میدانوردګ د عامې روغتیا ریاست اړوند د خوړو او درملو امریت له لوري ۱۵ ټنه بېکیفیته او تاریختېره درمل او خوراکي توکي راټول او سوځول شوي دي.

د میدانوردګ د عامې روغتیا ریاست اړوند د خوړو او درملو امریت له لوري ۱۵ ټنه بېکیفیته او تاریختېره درمل او خوراکي توکي راټول او سوځول شوي دي.

د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې د قطر هېواد د «سرې میاشتې ټولنې» په مالي ملاتړ، په خوښۍ ولسوالي کې ۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته اصلاحشوی د غنمو تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په روانه اوونۍ کې ۱۶۷ افغانان د پاکستان له بندخونو ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.

د میدانوردګ د امنیه قومنداني اړوند د ترافیکو مدیریت مسوولان وايي چې د ښار د نظم او ګڼهګوڼې د کنټرول په موخه یې له بازار څخه ټولې هغه رېکشاوې راټولې او ودرولې چې په ښاري سیمو کې یې بېنظمي رامنځته کړې وه.

د وږي نهمه، د یکشنبې ورځ د ۶.۲ ریښتر په درجې زلزلې د کونړ ډېری برخې ولړزولې چې د شته معلوماتو له مخې، په دې زلزله کې شاوخوا ۲۲۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او څه باندې څلور زره نور ټپیان شول او ترڅنګ یې، ۸۰۰۰ کورونه هم ویجاړ شوي دي.
سلاموطندار له دې پېښې درې میاشتې وروسته، روغتیايي وضعیت ارزونې او روغتیايي خدمتونو ته د زلزلهځپلو د لاسرسي کچې ارزونې په اړه ۱۰۶۱ کورنۍ په څوکۍ ولسوالي کې سروې کړې دي.

سلاموطندار په کونړ کې له شوې زلزلې وروسته د ۱۰۶۱ زلزلهځپلیو کورنیو وضعیت ارزولی چې موندل شوې، یادې کورنۍ د جنسیتي محدودیتونو، اقتصادي تړاو او فرهنګي خنډونو له کبله تر نورو ډېر زیانمن شوي او بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د هېواد په شمال کې د روان کال د لړم میاشتې د ۱۲مې نېټې د مرګونې زلزلې له امله، سمنګان کې د یوشمېر خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو هستوګنیز کورونه هم ویجاړ شوي دي.
سمنګان کې یوشمېر هغه خبریالان چې تل یې په سختو شرایطو کې د خلکو لپاره اطلاع رسونه کړې، اوس د وراوښتو زیانونو له امله له جدي ستونزو سره مخ دي.