
کونړ کې د زلزلهځپلو په اړه د سلاموطندار نظرپوښتنه
د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سنبلې په ۹مه چې د ۲۰۲۵ کال د اګسټ له ۳۱مې سره برابره وه، د یکشنبې په شپه یوې زورورې زلزلې د هېواد ختیځ په ځانګړي ډول کونړ ولایت ولړزاوه. د کونړ زلزله دې وروستیو کلونو کې تر ټولو مرګونو زلزلو شمېرل کیږي. د دې پېښې له امله شاوخوا ۲۲۰۰ کسانو ژوند بایللی او تر ۴۰۰۰ زیات ټپیان شوي. دغه سروې کې هڅه شوې د کونړ څوکۍ ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو غږ انعکاس پیدا کړي.







