
نور روغتون ته د سترګو کمزوري ناروغانو مراجع ډېره شوې
کابل کې د نور د سترګو روغتون مسوولان وايي، سږکال دغه روغتون ته ۷۳ زره او ۴۸۲ هغو ناروغانو چې سترګې یې کمزورې وې مراجعه کړې، داسې حال کې چې تېر کال دغه شمېر ۱۲زره او ۲۷۳ ته رسېده.
دوی وویل، د تېرکال په پرتله د سترګو کمزوري ناروغانو شمېر د پام وړ او څو برابره ډېر شوی.




