
پاډکسټ؛ د افغان ځوانانو د پرمختګ، پوهاوي او عاید نوې لار
له ۱۵ ځوانانو «۹هلکانو او ۶ نجونو» سره د سلاموطندار د مرکو پایلې ښيي چې دوی له تېرو دوو کلونو راهیسې د پاډکسټ تولید ته مخه کړې او له دې لارې یې مختلف موضوعات مخاطبانو ته وړاندې کړي. پاډکسټ د غږیزو یا تصویري فایلونو ټولګې ته ویل کېږي چې منظمو برخو کې مشخص موضوعات وړاندې کوي او د انلاین خپرېدو یا (ډاونلوډ) وړ وي.









