
اسلامي امارت: افغانستان کې اداري فساد ټيټې کچې ته رسېدلی
د ډیسمبر ۹مه له فساد سره د مبارزې له نړیوالې ورځې سره هممهاله، د اسلامي امارت مسوولان وايي، د فساد پر وړاندې په اغېزناکه او جدي اقدامونو سره یې، ادارو کې فساد ټيټې کچې ته رسولی دی.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وویل، تراوسه یې ګڼشمېر هغه کسان چې فساد او د ځمکو غصب کې لاس درلود، نیولي او قضايي ارګانونو ته یې معرفي کړي دي.









