د سمنګان زلزله؛ د هغو کسانو کیسه چې ۴۰ دقیقې تر خاورو لاندې وو

د شپې ناوخته چې ګړۍ یوې بجې ته نږدې وه، د میرویس کلی زورورو ټکانونو ولړزاوه او د یاد کلي اوسېدونکي یې، له خوبه راویښ کړل. میرویس هم د نورو کلیوالو په څېر له خوبه پاڅېد، خو وړاندې له دې چې له کوټې ووځي، زلزلې چت پرې راوغورځاوه او دی ترې لاندې شو.

هند کې اورلګېدنه؛ ۲۵ کسان مړه او ۵۰ ټپیان دي

په هند کې د ګرځندوی مشهور ایالت «ګوا» په یوه شپني کلب کې د اورلګېدنې له امله لږترلږه ۲۵ کسان مړه شوي او شاوخوا ۵۰ نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، په مړو شویو کې څلور بهرني ګرځندویان هم شامل دي.

ملګري ملتونه روان اوونۍ د افغانستان په تړاو غونډه جوړوي

افغانستان لپاره د ملګروملتونو سیاسي استازولي (یوناما) اعلان کړی چې د ملګروملتونو امنیت شورا به په روانه اوونۍ کې د افغانستان د وضعیت په اړه ځانګړې غونډه جوړه کړي.

یوناما نن یکشنبه، د لیندۍ ۱۶مه (دسمبر ۷مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه غونډه به د روانې اوونۍ د چهارشنبې پر ورځ جوړه شي او د کابل پر وخت به ماښام ۷:۳۰ بجې پیل شي.

بلخ کې په شپږ میلیونه ډالرو یوې تولیدي کارخونې په فعالیت پیل وکړ

په بلخ  کې د پلاسټیکي بوریو او صنعتي تارونو د تولید یوه کارخونه د شاوخوا ۶ میلیونه ډالرو په لګښت جوړه او په رسمي توګه یې، خپل فعالیت  پیل کړ.

دغه کارخونه د یوه خصوصي پانګه‌وال له‌خوا د مزارشریف ښار د صنعتي پارکونو په سیمه کې پرانیستل شوې ده.

لوګر کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوتسال سیالي پیل شوې

د بدني روزنې او ورزش امر انجینیر مزمل نعیم‌زي سلام‌وطندار ته وویل، دغه سیالي به د یونیمې میاشتې لپاره دوام وکړي او موخه یې د فوتسال په برخه کې د وړ لوبغاړو پېژندل، د سیالي کچه لوړول او د ورزش فرهنګ ته وده ورکول دي.