سواد؛ د افغان ځوانانو ژوند کې د هیلې او ناهیلۍ ترمنځ پوله

سلام‌وطندار د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ۴۰ لوستو او  نالوستو ځوانانو سره د مرکو پرمهال موندلې چې د سواد لرل، د دوی پر هیله‌مندۍ، پلان او راتلونکې په اړه د دوی پر لیدلوري اغېز درلود.

په دې راپور کې چې ۲۰ لوستو او ۲۰ نالوستو ځوانانو سره خبرې شوي، موندل شوې چې لوستي ځوانان د نالوستو په پرتله خپله راتلونکې روښانه ګڼي او ځانګړي اهداف او پلانونه هم لري.

لوګر کې د ۶۵ ځوانانو د ډله‌ییز واده مراسم ترسره شول

په لوګر کې د لومړي ځل لپاره د «سېلاب» خیریه بنسټ له لوري د هغو ۶۵ ځوانانو لپاره د ډله‌ییز واده مراسم جوړ شوي وو چې د غربت او اقتصادي ستونزو له امله یې د واده د مراسمو د لګښت توان نه‌درلود.

د سېلاب خیریه بنسټ مشر سیداحمد سېلاب په دې مراسمو کې وویل چې د لومړي ځل لپاره په لوګر کې د ۶۵ ځوانانو ډله‌ییز واده د ورزشي سټېډیوم په انګړ کې ترسره شول.

له هرات څخه امریکا ته ۵۰ ټُنه مربا او اچار صادر شوي

هرات کې د یوه تولیدي شرکت مسوولان وايي چې د لومړي ځل لپاره یې، له دغه ولایت څخه امریکا ته ۵۰ ټُنه مربا او اچار صادر کړي دي.

د هرات د «صنایع غذایی طنین» شرکت مسوولان وايي چې په راتلونکي میاشت کې به یوشمېر نور توکي اروپایي هېوادونو ته ولېږدوي.

پر سپین‌بولدک د پاکستان بریدونه؛ پنځه کسان شهیدان او پنځه ټپیان دي

سرچینې څرګندوي چې په تازه بریدونو کې پنځه ملکي کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي. د سرچینو په وینا، د سیمې ګڼ‌شمېر اوسېدونکي د اسلامي امارت ځواکونو او د پاکستاني پوځ ترمنځ د نښتو له امله اړ شوي چې خپلو کورونو پرېښودو او خوندي ځایونو ته لاړ شي.

د بلخ مارمل ولسوالي زلزلې ځپلې کورنۍ د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي

د بلخ د مارمل ولسوالي یوشمېر اوسېدونکي چې د وروستۍ زلزلې له امله يې کورونه نړېدلي، وايي چې راتلونکي ژمي او د امکانات نشتوالي په اړه اندېښمن دي.

د دایمي سرپناه جوړول، د خوراکي او سون توکو برابرول، روغتیايي خدماتو ته لاسرسی او د اوبو د کمښت ستونزې هوارول د دغو خلکو مهمې غوښتنې دي.

فیفا ټرمپ ته د سولې نوې جايزه ورکړه

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړيوال جام د قرعه‌کشۍ په مراسمو کې چې په واشنګټن ښار کې جوړ شوي و، د فېفا له لوري د سولې نوې جايزه ترلاسه کړه.

د فېفا رییس جياني اينفانتينو، د جايزې د سپارلو پرمهال وويل چې ټرمپ د نړۍ د سولې په برخه کې د خپلو هڅو له امله د دې جايزې مستحق بلل شوی دی. دا جايزه سږکال د لومړي ځل لپاره معرفي او ټرمپ ته ورکړل شوې ده.

لوګر کې د ۳۹ غلاوو په تور څلور کسان نیول شوي

د لوګر امنیتي چارواکي وايي چې د محمداغې ولسوالي په بېلابېلو سیمو کې څلور کسان د امنیتي ځواکونو له لوري د غلاوو په تور نیول شوي دي.

چارواکي وایي، یاد کسان په نږدې ۳۹ قضیو کې په غلا تورن دي چې د خلکو له کورونو، دوکانونو، جوماتونو او سړک پر غاړه ځای پر ځای شویو وسایطو څخه یې بېلابېل توکي وړې دي.