لوګر کې درې ټولګټې پروژې ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې

د پروژو د پرانیستې په مراسمو کې د ټولګټو چارو رییس مولوي جنت‌ګل سراج وویل چې په یادو پروژو کې د لوګر ـ ګردېز لويې لارې د ګارډریلونو جوړول، د ترافیکي نښو لګول او د التمور لوړ تناژ تلې لپاره د ۱۵۰ مترو په اوږدوالي کانکریټي سړک جوړول شامل دي.

متقي: ځینې کړۍ غواړي د افغانستان او تاجیکستان امنیتي همکاري زیانمنه کړي

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي چې په دې وروستیو کې د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکارۍ پر لور د باور فضا رامنځته شوې، خو په وینا یې، ځینې کړۍ هڅه کوي، دغه مثبته فضا زیانمنه کړي.

نوموړي دغه څرګندونې د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج‌الدین مهرالدین سره د ټیلیفوني اړیکې پرمهال کړې دي.

سرپُل کې وروستۍ زلزلې تاریخي ابدات زیانمن کړي

د سرپُل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وايي، دغه ولایت کې د وروستۍ زلزلې له امله یوشمېر تاریخي ابداتو ته زیان اوښتی دی.

د عیدګاه جامع جومات، د خشت پُل جومات او امام یحیی او لنګرشاه عبدالله زیارتونه هغه لرغوني تاریخي ځایونه او ابدات دي چې هر یو یې څو سوه کاله لرغونتوب لري.