
پاپ لېو د فلسطین د خپلواک دولت له جوړېدو ملاتړ وکړ
د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر، پاپ لېو ویلي چې د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ ترمنځ د کلونو اختلاف او شخړو یوازینۍ حل لاره د فلسطین د خپلواک دولت جوړول دي.
پاپ لېو چې د تاریخ لومړنی امریکایي پاپ دی، له ترکیې څخه لبنان ته د سفر پرمهال په الوتکه کې له خبریالانو سره په خبرو کې زیاته کړې چې واتیکان له کلونو راهیسې د فلسطین د خپلواک دولت د جوړېدو ملاتړ کړی دی.








