اېم‌اېس‌اېف: بلخ کې د مرستو کمښت له امله روغتیايي خدمتونه بند یا محدود شوي

د بې‌پولې ډاکترانو سازمان وايي چې د دوی ټیمونه د مزارشریف ښار د ابوعلي سینا روغتون د ظرفیت د پیاوړتیا لپاره کار کوي. د ۲۰۲۳ کال د اګست میاشتې راهیسې، دوی د ماشومانو د ځانګړې مراقبت څانګه  (PICU)، د نویو زېږېدلو د ځانګړې پاملرنې څانګه (NICU) او بیړنۍ څانګه ملاتړ کوي. دا څانګې د ۱۴کلن او له دې کم عمره ماشومانو لپاره حیاتي او نجات ‌بښونکي خدمتونه وړاندې کوي.

کابل کې د تخصصي ټکنالوژۍ یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د دې نندارتون یوه مسوول نظیف‌الله شیرزی وايي چې په دې نندارتون کې له ۲۰ څخه زیاتو نوښتګرو پروژو او ابتکارات نندارې ته وړاندې شوي چې په‌کې د څاڅکي اوبو ورکولو سېسټم، د کارګرو لپاره ځانګړې خولۍ، د ټرافیکي ګڼه‌ګوڼې د کمولو سېسټم او څو نور سافټویرونه شامل وو.

هلمند کې د ټرافیکي سرغړونو مخنیوي لپاره جدي اقدامات پیل شوي

د هلمند د امنیه قومنداني د ترافیکو مدیریت چارواکي وايي چې د دغه ولایت په لویو لارو او ښار کې د ترافیکي سرغړونو د مخنیوي لپاره کلک اقدامات پیل شوي دي.

هغه زیاتوي چې د ترافیکي ټیمونو حضور به لا ډېر شي، څو د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته کېدونکې پېښې راکمې او د خلکو د تګ‌راتګ خوندیتوب تضمین شي.

ایران: د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ د اختلاف کمولو لپاره چمتو یوو

کابل کې د ایران سفارت نن‌ (یکشنبه، د لیندۍ ۹مه/ د نومبر ۳۰مه) د دغه هېواد د ملي امنیت شورا د مشر علي لاریجاني له قوله پر ایکس‌پاڼه لیکلي چې تهران د دواړو لورو د اختلافاتو د حل لپاره د منځګړتوب او هڅو بشپړ چمتووالی لري.

کندهار کې وسلې او پوځي تجهیزات نیول شوي

د کندهار امنیه قومنداني د تروریزم ضد مدیریت چارواکي وایي چې د تېرې میاشتې په اوږدو کې یې د هدفمند امنیتي عملیاتو پرمهال یې، یوشمېر وسلې او پوځي مهمات نیولي دي.

د دوی په وینا، له وسلو سره یوځای یې، شمېر کسان هم نیولي دي.

زابل کې په ۷ میلیونه افغانیو د سړک د ترمیم پروژه پیل شوه

د زابل اړوند د سیورې او شینکۍ ولسوالیو د لویې لارې د ترمیم او محافظتي چارو د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د ولایت مقام د دفتر رییس مولوي قدرت‌الله بدري، د ټولکټو چارو رییس مولوي رحمت‌الله حسن، د عامې روغتیا رییس ډاکتر میرویس افغان او یوشمېر نورو مسوولانو ګډون کړی وو.

لوګر کې د اوبورسولو یوه شبکه ګټې‌اخېستنې ته وسپارل شوه

د لوګر د څرخ ولسوالي په اب‌جوش کلي کې د اوبورسولو یوه پروژه د نږدې اووه میلیونه افغانیو په لګښت چې په ۲۴ میاشتو کې بشپړه شوې، ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوه.

د لوګر د والي ویاند صدیق احمدصدیقي سلام‌وطندار ته وویل چې یاده پروژه د یونېسف په مالي ملاتړ، د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ او د خلکو په ګډ مشارکت جوړې شوې ده.

سمنګان کې زلزله‌ځپلو په پور د خپلو کورونو جوړولو ته اقدام کړی

سمنګان کې له ویجاړونکې وروستۍ زلزلې نږدې یوه میاشت تیریږي او د هوا په سړېدو سره خیمو کې د زلزله‌ځپلو لپاره ژوند کول هم سخت شوي دي.

د دغه ولایت د فیروزنخچیر ولسوالي هغه کورنۍ چې په کلونو خوارۍ او غریبۍ یې کورونه اباد کړي وو، زلزلې په یوه شپه ونړول.