
د میدانوردګ په بهسودو ولسوالۍ کې د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت مسوول ذبیحالله وهاج سلاموطندار ته وویل چې د بهسودو ولسوالي د ورزشي کمېټې په همکارۍ د فوټبال لس غوره لوبډلو ترمنځ پیل شوې سیالي چې دوه اوونۍ وړاندې یې پيل شوی وې، نن د نسل ظهور لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.





