دمشق کې عملیات؛ شپږ اسراییلي سرتیري ټپیان شوي

د راپورونو له مخې، د جمعې پر ورځ د اسراییلو هوايي او توپ‌خانيي بریدونو د «جبل‌الشیخ» په لمنه کې پرته سیمه په نښه کړه. د سورې رسنیو ویلي، برید هغه مهال شوی چې د ښار اوسېدونکو او د اسراییلو د یوې ګزمنې ترمنځ نښتې رامنځته شوې. ویل کېږي ګزمې درې ځوانان نیولي وو.

علي خامنه‌يي: امریکا ۱۲ ورځنۍ جګړه کې ماته وخوړه

د ايران مذهبي علي خامنه‌يي په يوه ټلویزیوني وينا کې هغه راپورونه «په کلکه» رد کړل چې ګواکې ايران د يوه منځګړي هېواد له لارې امريکا ته پیغام لېږلی دی. خامنه‌يي دغه ادعاوې «دروغ» وبللې او ټینګار یې وکړ چې هېڅ ډول پیغام‌ یې امریکا ته نه‌دی لېږلی.

ټرمپ د درېیمې نړۍ له هېوادونو کډوالۍ بندوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ اعلان کړی چې د درېیمې نړۍ له هېوادونو به دغه هېواد ته کډوالي بنده او کډوالو ته به د فدرال حکومت ټول امتیازونه لغوه کړي.

ټرمپ ادعا کړې چې د کډوالۍ وروستیو تګ‌لارو د امریکا پرمختللې ټکنالوژي او ټولنیز وضعیت زیانمن کړی او د ډېرو خلکو د ژوند کیفیت یې خراب کړی دی.