د عراق او پاکستان له زندانونو ۴۰۳ افغان بندیان ازاد شوي

د اسلامي امارت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې ۴۰۳ افغانان د عراق او پاکستان زندانونو څخه خوشې شوي دي.

دغه وزارت نن (پنجشنبه، لیندۍ شپږمه/۲۷ نومبر) په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کسان د روانې اوونۍ په ترڅ کې له یادو دواړو هېوادونو زندانونو څخه خوشې شوي او افغانستان ته ستانه شوي دي.

د ایکو سازمان غړي هېوادونه افغانستان سره د سوداګرۍ پراختیا لپاره همکاري کوي

 د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ترکیې په استانبول کې د اقتصادي همکاریو سازمان «ایکو» د وزیرانو په پنځمه غونډه کې ویلي چې افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټي پروژو کې د لافعالې همکارۍ لپاره بشپړ چمتو دی.

ډاکټران: د اومېندوارۍ پرمهال ډاکټر ته مراجعه اړینه ده

د نسايي-ولادي برخې یوشمېر ډاکټران وايي چې د سالمې اومېندوارۍ لپاره له اومېندوارۍ وړاندې او د اومېندوارۍ پرمهال په منظمه توګه ډاکټرانو ته د مېرمنو ورتګ اړین دی.

سلام‌وطندار په دغه راپور کې له شپږو اومېندوارو مېرمنو سره د مرکو پرمهال موندلې چې ډېری مېرمنې د شته دودونو او شرم لرلو له امله ډاکټر ته د معاینو لپاره په ځنډ یا هم کمه مراجعه کوي.

پر خوارځواکۍ اخته مېرمنې: بشپړو خوړو ته لاسرسی نه‌لرو

د دې موضوع ارزونې لپاره سلام‌وطندار د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه له ۲۱ مېرمنو سره خبرې کړي چې موندل شوې دغه مېرمنې د خوارځواکۍ له امله د جسمي رنځ سربېره، د تنګسیې له امله د درملو او خوراکي توکو برابرولو کې هم پاتې راغلې دي.

د سمنګان خُلم ولسوالي زلزله‌ځپلي: ډېرو مرستو ته اړتیا لرو

د خُلم ولسوالي د «ایشان داکي» سیمې اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي، که څه هم د زلزلې په لومړیو ورځو کې د خوړو نړیوال سازمان WFP، د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف، سره ‌صلیب او نورو ادارو له لوري ورسره د نغدو پیسو، اوړو او نورو لومړنیو توکو مرستې شوي، خو په وینا یې، دغه مرستې ورته بسنه نه‌کوي.

د لوګر ټولو ولسوالیو کې ترانسپورتي ترمینلونه جوړېږي

د لوګر محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې د معیاري ترانسپورتي ترمینلونو د جوړولو په موخه د ځمکو د تثبیت لړۍ پیل شوې او ډير ژر به د یادو ترمینلونو د جوړولو عملي چارې پيل شي.

د لوګر د والي ویاند صدیق احمدصدیقي سلام‌وطندار ته وویل چې د یادو پروژو اساسي هدف د ترانسپورټ د منظم سېسټم رامنځته کول، ولسي خلکو ته د تګ‌راتګ اسانتیاوې برابرول او په ولایت کې د دولتي خدمتونو د ساحې پراخول دي.