پکتیکا کې د څښاک پاکو اوبورسولو ۴۲ شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د پکتيکا د کليوبيارغونې او پراختيا رياست څخه نن چهارشنبه، لیندۍ پنځمه، په استول شوې خبرپانه کې راغلي چې د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د نړيوال بانک په شاوخوا (۲۰۱) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبورسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پيل شوې.

له حقونو نه‌خبرتیا؛ حقوق‌پوهان: د مېرمنو د حقونو د له‌منځه‌تلو لامل شوی

د دوی په وینا، دغه وضعیت په ځینو ولایتونو کې مېرمنو سره د محکمو د بېلابېلو چلند لامل شوی او مېرمنې له خاوندانو تر جلا‌کېدو وروسته د مَهر، نفقې، د ماشومانو حضانت څخه محرومې شي او ټولنیز فشارونه او تاوتریخوالی هم پر دوی زیات شوی دی.

فراه کې شراب‌جوړونکي او کوډګر نیول شوي

فراه کې چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د یوې مېرمنې په ګډون درې کوډکر او درې شراب‌جوړونکي نیول شوي دي.

د فراه د امربالمعروف او نهې‌‌عن‌المنکر رییس عبدالحمید صمیم وايي چې دغه کسان پرون سه‌شنبه، لیندۍ څلورمه، د بالابلوک او پشت‌کوه ولسوالیو کې نیول شوي دي.

له کندهار څخه بهر ته د انځرو صادرات دوه برابره شوي

د کندهار کرنې ریاست  د معلوماتو له مخې، په ۱۴۰۴کال کې له دغه ولایت څخه ۲۹زره او ۷۸۴ ټنه انځر بهرنیو بازارونو ته صادر شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېرکال یوازې ۱۳زره او ۲۰۶ ټنه انځر صادر شوي وو. د دې شمیرو  له مخې، سږکال د انځرو صادرات ۱۶زره او ۵۷۸ ټنه زیات شوي دي.

سمنګان کې زلزله‌ځپلي: روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه‌لرو

سمنګان کې د نومبر دویمې له زلزلې وروسته ګڼ‌شمېر کورنۍ سرپناه‌ نه‌لري او دامهال خیمو کې ژوند کوي. د سمنګان فیروزنخچیر ولسوالي کې د وروستۍ زلزلې پرمهال اغېزمن شوي خلک وايي چې اساسي روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه‌لري او د ژمي په رارسېدو سره یې روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی.