پکتيکا کې په ۱۲ میلیونه افغانیو د شهیدانو د يادګار ۱۸۷ څلي جوړېږي

د پکتيکا ولايتي مسوږلان وايي چې په بېلابېلو ولسواليو او سيمو کې د يادګار څلي يا منارونه جوړوي چې د تېرو شلو کلونو پرمهال د بمبارونو، چاپو او بريدونو پرمهال په‌کې په ډليز ډول ملکي خلک او د اسلامي امارت غړي په «شهادت» رسيدلي دي.

اسراییلو د غزې خان‌یونس ښار بمبار کړی

د العربیه خبري شبکې راپور ورکړی چې د اسراییلو پوځ نن دوشنبه، د نومبر د خان‌یونس د ښار ختیځ سیمې د راکټ ډزو سره سم بمبار کړي دي.

راپور وايي، اسرائیلي جنګي الوتکو په غزې پټې د رفح ښار په جنوب هم حملې ترسره کړې.

تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارو ۱۴۷زره ټنه توکي انتقال شوي

د ټولګټو وزارت وايي، په تېره اوونۍ کې له افغانستان څخه د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۴۷زره او ۱۹۴ متریک ټنه توکي لېږدول شوي دي.

د دغه وزارت ویاند، محمداشرف حق‌شناس، نن دوشنبه (د لیندۍ ۳مه/ د نومبر ۲۴مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یاد توکي د لړم له ۲۳مې تر ۲۹مې پورې د افغانستان د اوسپنې ‌پټلۍ د مختلفو مسیرونو له لارې انتقال شوي دي.

د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره هڅې ګړندۍ شوي

د اسلامي امارت د سوداګرۍ او صنعت وزیر نورالدین عزیزي د روانې مېلادي، نومبر میاشتې په ۱۹مه هند ته په پنځه ورځني رسمي سفر تللی و چې د رسمي خبرپاڼې له مخې د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د چابهار بندر له ظرفیتونو مناسبه ګټه‌اخیستنه او فعالیت یې مهم بحثونه یاد شوي وو.

بې‌پولې ډاکټران: کونړ کې د بې‌ځایه شویو کورنیو وضعیت اندېښمنونکی دی

د بې‌‌پولې ډاکټرانو سازمان راپور ورکړی چې د تېرو لسو کلونو پرمهال د کونړ زلزله تر ټولو خونړۍ طبیعي پېښه وه چې له امله یې، ۲۲۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۳۰۰۰ نور ټپیان شوي دي.

د یاد سازمان مسوولان وايي چې له زلزلې وروسته یې، د لومړیو ورځو پرمهال درېوو روغتونونو ته په بېړنۍ توګه مرستې رسولې دي.

بیروت کې د اسراییلو برید؛ حزب‌الله: د احتمالي ځواب په اړه مشورې کوو

د لبنان په پلازمېنه بیروت کې د اسراییلو د هوايي برید پرمهال د حزب‌الله ډلې یو جګ‌پوړی پوځي قومندان هیثم علي طباطبایي وژل شوی دی.

د حزب‌الله په وینا، طباطبایي د یادې ډلې په پوځي جوړښت کې یوه مهمه او لوړپوړې څېره وه چې د ګڼو عملیاتي او دفاعي واحدونو د همغږۍ مسوولیت یې پر غاړه درلود.

د سمنګان زلزله؛ ۴۸کلن اورنګ: زلزلې زمونږ درد ډېر کړی

د هېواد په شمال کې وروستۍ زلزلې سلګونه کورنیو ته درانه مالي زیانونه اړولي او د هوا په سړېدو سره ګڼ‌شمېر کورنۍ بې‌سرپناه شوي دي.

د سمنګان د فیروزنخچیر ولسوالي د «رحمت‌اباد» کلي اوسېدونکی ۴۸کلن اورنګ چې په پښه معیوب دی، د شاوخوا ۲۰ ورځې وړاندې زلزلې یې کور وران کړی دی.

د لوګر مرکز پل‌علم کې د برښنا رسونې پروژه پيل شوه

د دغه ولایت د برښنا ریاست ریيس مولوي میراحمدولي هاشمي، د پروژې بنسټ ډبرې ایښودلو مراسمو ته وویل، دغه پروژه په راتلوونکو شپږو میاشتو کې د ۱۲ ټرانسفرمرونو د نصبولو سره بشپړه شي چې له پرانېستې سره به یې ۲زره او ۵ سوه کورنۍ له واریداتي برښنا برخمنې شي.