
د روسیې دفاع وزارت: د اوکراین درې کلي مو نیولي
د روسیې د دفاع وزارت چارواکو اعلان کړی چې د دوی ځواکونو په اوکراین کې خپل کنټرول پراخ کړی او درې نور کلي یې هم نیولي دي.
د یاد وزارت د چارواکو په وینا، تازه نیول شوي سیمې ټیخه (Tykhe) او اودرادنه (Odradne) د ډنیپروپتروفسک په سیمه کې او پیتریوسکې (Petrivske) د دونېڅک په سیمه کې موقعیت لري.






