د غزني په کرنه کې د مېرمنو ونډه

غزني د هغو هېوادونو له ډلې دی چې ۱۸ ولسوالي یې د کرنیزو محصولاتو د کښت لپاره ښه او مناسبه هوا لري. په ورته مهال کرنه او د څارویو ساتنه کې د یاد ولایت د مېرمنو ونډه، د پام وړ ده.

نسیمه چې له دوو کلونو راهیسې په یوې شنه‌خونه کې کار کوي، وايي چې د یاد کار له عوایدو رضایت لري او د دې کار د مدیریت اړوند لارښوونې یې، د کرنیزو ښوونیزو پروګرامونو له لارې زده‌کړې دي.

کور کې زېږون؛ وروستۍ هیله لومړی ګواښ

 سلام‌وطندار د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ۱۲ مېرمنو سره چې په کور کې یې، زېږون کړی او ۲۰ قابلو سره د مرکو پرمهال موندلې چې له روغتیايي مرکزونو د لرېوالي، ناسمو دودنو، د عامه پوهاوي کموالي او اقتصادي ستونزو له امله اړ شوي چې ځان او د ماشوم ژوند خپل برخلیک ته وسپاري.

اقتصادي تکیه؛ هرات کې ۷۰ مېرمنو ته د کارکولو زمینه برابره شوې

هرات کې یوشمېر مېرمنو د غالیو اوبدلو د کارخونو په جوړولو سره یوشمېر نورو ښځو ته هم د کار کولو زمینه برابره کړې ده.

یادې کارخونې نه یوازې د کورنیو معیشت برابرولو کې مرسته کوي، بلکې د مېرمنو او نجونو لپاره یو خوندي چاپېریال هم دی چې د غالۍ اوبدلو مهارتونه زده‌کوي، څو له روحي انزوا او زیانونو په امن پاتې شي.

سعودي عربستان په امریکا کې یو تریلیون ډالر پانګونه کوي

د سعودي عربستان ولیعهد، محمدبن ‌سلمان، واشنګټن ته د سفر پرمهال اعلان کړی چې هېواد یې په امریکا کې تر یو ټریلیون ډالرو پانګونه کوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د سعودي پانګونه په امریکا کې د ریاض د اقتصادي اړیکو د پراختیا هڅه ده او دا ګام د سعودي او امریکا ترمنځ د اقتصادي همکاریو د لاپیاوړتیا لپاره اخیستل شوی دی.

له ایران او پاکستان یوه ورځ کې ۱۰زره افغانان راستانه شوي

د کډوالو د ستونزو د حل کمېسیون اعلان کړی چې په یوه ورځ کې ۱۰زره او ۴۰۵ افغانان له ایران او پاکستان څخه ایستل شوي او بېرته هېواد ته راستانه کړل شوي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن پنجشنبه، د لړم۲۹مه/ د نومبر په ۲۰مه، په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کسان پرون د افغانستان خاورې ته داخل شوي دي.

یونېسف: افغانستان کې د ماشومانو راتلونکی له جدي ګواښونو سره مخ دی

په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (یونېسف) مشر تاج‌الدین اویواله  خبرداری ورکړی چې په هېواد کې د فقر د زیاتېدو، جګړو، اقلیمي بدلونونو او د اساسي خدمتونو د بودیجې، سخت کمښت له امله د ماشومانو راتلونکی له ستر ګواښ سره مخ شوی دی.

کندهار کې په ۲۰۰زره ډالرو ۱۵ سړې‌خونې جوړې شوې

په کندهار کې چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د نږدې ۲۰۰زره ډالرو په ارزښت، ۱۵ سړې‌خونې ګټي‌اخیستني ته سپارل شوي دي.

دغه سړې‌خونې د کندهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګروملتونو د کرنې او خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ او د بشري خیریه موسسې (او‌ایچ‌ډبلیو) په تخنیکي همکاري جوړې شوې دي.