کابل کې د امام ابوحنیفه څلورم ملي او نړیوال نندارتون پرانېستل شو

د امام ابوحنيفه څلورم ملي او نړيوال نندارتون نن دوشنبه، لړم ۲۶مه، کابل کې د افغانستان نړيوال نندارتون مرکز کې په رسمي ډول پرانېستل شو.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د امارت اسلامي د صنعت او تجارت وزير نورالدين عزيزي، د بېلابېلو وزارتونو استازو، د ګاونډيو هېوادونو ديپلوماتانو او ښاريانو پراخ ګډون کړی وو.

عراقچې: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ثبات رامنځته کولو هڅو کې یوو

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي وايي، له افغانستان او پاکستان سره په اړیکو کې دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د رامنځته شوي ستونزې د حل لپاره یوه سیمه ییزه ناسته جوړیږي.

نوموړي د دې ناستې د جوړېدو د څرنګتیا په اړه نور جزئیات ورنه کړل.

د کندهار شورابک کې ۹۰ کیلومټره سړک بیارغول کېږي

د کندهار شورابک ولسوالي کې  په ۳۰۵ میلیونه افغانیو د څه باندې ۹۰ کیلومترو په اوږدوالي د یو جغلي سړک د رغونې چارې پیل شوې.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د وزیر ملا محمدیونس اخندزاده په مشرۍ په دې اړه چمتو شویو مراسمو کې د نوې پروژې د رسمي پیل خبر ورکړ.

میدان‌وردګ بڼوال: له حاصلاتو وروسته بڼونه ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري

د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ یوه بڼوال سیداغا سلام وطندار راډیو ته وویل؛ هر کال چې له خپلو بڼونو څخه حاصلات ترلاسه کړي، یاد بڼونه او ونې ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري.

دی وایي، له حاصلاتو راټولولو وروسته د ونو وچ شوي خاښونه او څانګې غوڅوي او ځمکه یې هر اړخیزه نرموي.