اوکراین له روسیې سره د بندیانو د تبادلې د بیاپیل هڅې کوي

اوکراین وایي هڅې کوي چې له روسیې سره د بندیانو د تبادلې بهیر بېرته فعال کړي او هیله لري چې شاوخوا ۱۲۰۰ اوکرایني بندیان له روسیې سره تبادله کړي.

د اوکراین ولسمشر ولودېمیر زېلېنسکي او د ملي امنیت شورا مشر دا خبرې نن یکشنبه، نومبر ۱۶مه کړې دي.

چین توکیو ته خپلې الوتنې ودرولې

د چین یوشمېر هوايي شرکتونو جاپان ته خپلې الوتنې درولې او د ټکټونو بیې یې مسافرو ته بېرته ورګرځولي دي. دا اقدام په داسې حال کې شوی چې د تایوان په اړه د جاپان او چین ترمنځ سیاسي ترینګلتیا لوړه شوې ده.

لغمان کې د ترافیکي پېښې له امله ۹ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د لغمان امنیې قومنداني مسوولان وایي چې نن یکشنبه، لړم ۲۵مه، د لغمان قرغیو ولسوالي په میاخان کڅ سیمه کې یو کرولا ډوله  موټر د موټرچلوونکي د بې‌احتیاطۍ له امله له سړک څخه (اوښتی) او اور یې اخیستی چې په‌کې شپږ کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

خوست کې د خوراکي توکو ١٣دوکانونه تړل شوي

د خوست ولایت مقام څخه په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د نرخونو د کنټرول او د احتکار د مخنیوي کمېسیون مسوولانو له‌خوا، د دوکانونو د څار او ارزونې په لړ کې، د خوست ښار تڼيو لين ته څېرمه سیمه کې د خوراکي توکو ۱۳ دوکانونه د وزن د کموالي او د نرخونو د لوړوالي له امله تړل شوي دي.

سږکال له کندهار بهر ته نږدې ۲۲زره ټُنه انار صادر شوي

په داسې حال کې چې د کندهار فصلونه د هېواد په اقتصادي صادراتو کې مهم رول لري، سږکال د انارو صادرات د پام وړ لوړ شوي او ۲۲زره ټنو ته رسېدلي دي.

چارواکي دغه زیاتوالی د همغږۍ، پانګونې زیاتېدو او نویو بازارونو ته د صادراتو د پراخېدو پایله بولي، خو بڼوال او سوداګر وایي چې لاهم د بسته‌بندۍ او ترانسپورت په برخه کې د دولت پراخ ملاتړ ته اړتیا لري.