
د تاجیکستان یو لوړپوړی پلاوی کابل ته راغلی
د تاجیکستان د حکومت یو لوړپوړی پلاوی د افغانستان اسلامي امارت له چارواکو سره د سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکو د پیاوړتیا په موخه کابل ته راغلی دی.
د اسلامي امارت یوې باوري سرچینې سلاموطندار ته ویلي، چې په دغه پلاوي کې د تاجیکستان د بهرنيو چارو وزارت، امنیتي ادارو او یوشمېر مهمو دولتي بنسټونو استازي شامل دي.








