د کونړ مسوولان زلزله‌ځپلو ته د سرپناوو برابرولو ډاډ ورکوي

د کونړ د کور او ښار جوړولو ریاست مسوولان وايي، د څوکۍ ولسوالۍ دېوه‌ګل او د نورګل ولسوالۍ مزاردره کې یې زلزله‌ځپلو ته د کورونو جوړولو چارې پیل کړي او هڅه کوي چې ټولو زیانمنو شویو کورنیو ته اساسي سرپناو‌وې برابرې کړي.
د چارواکو په وینا، لومړي ګام کې د شهیدانو کورنیو، ورپسې ټپیانو او تر هغې وروسته د زلزلې زیانمنو شویو ته کورونه جوړوي.

د کونړ زلزله‌ځپلو ته ګمبیري دښته کې ۱۰۰۰جریبه ځمکه ځانګړې شوه

د اسلامي امارت مشر شیخ هبت الله اخندزاده د ځانګړي حکم پر بنسټ د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ اړوند په ګمبیري دښته کې د کونړ ۲ زره او ۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو لپاره ۱۰۰۰جریبه ځمکه ځانګړې شوه.

د ننګرهار د رسنیو دفتر یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه ځمکه کې د استوګنې لپاره پر نقشې هم کار پیل شوی.