
برادر تجارانو ته: له پاکستان مو کارونه راټول کړئ
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ټولو سوداګرو ته سپارښتنه کړې چې پاکستان کې خپل قراردادونه د درېوو میاشتو په موده کې راټول او د یاد هېواد پر ځای دې نورو هېوادونو څخه توکي راوارد کړي.
نوموړي نن چهارشنبه، لړم ۲۱مه کابل کې د یوې ناستې پرمهال وویل چې پاکستان په وار وار د سوداګرۍ پرمخ لارې تړلي او په وینا یې، د دواړو هېوادونو سوداګر یې، زیانمن کړي چې دوی اړ شوي ورته پرېکړه وکړي.




