
کندوز کې چاودنه؛ د چاودېدونکو توکو لېږدونکی وژل شوی
د کندوز د امنیه قومنداني ویاند، سمنیار جمعهالدین خاکسار وايي چې نن سهار شاوخوا د ۷:۳۰ بجې د ښارک سر دوره په سیمه کې چې د ښار د اتم امنیتي حوزه پورې اړه لري، چاودنه رامنځته شوې ده.

د کندوز د امنیه قومنداني ویاند، سمنیار جمعهالدین خاکسار وايي چې نن سهار شاوخوا د ۷:۳۰ بجې د ښارک سر دوره په سیمه کې چې د ښار د اتم امنیتي حوزه پورې اړه لري، چاودنه رامنځته شوې ده.

له ۳۲ ځوانانو (۱۶ نجونو او ۱۶ هلکانو) او یوشمېر ټولنپوهانو سره د «سلام وطندار» د مرکو پایلې ښيي چې په افغانستان کې د نسلونو واټن په ښارونو کې تر کلیو په پرتله ډېر ژور دی؛ هغه ځای چې تکنالوژۍ، ټولنیزو شبکو او د ژوند نوې بڼې د ځوانانو نړۍ له خپلو پلرونو او مېندو جلا کړې ده.

د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هېواد د ترانسپورټي نظم د رامنځته کولو او د ترافیکي بېنظمۍ د مخنیوي په موخه اعلان کړی چې د روان کال تر پایه به ۱۴۶ پروژې پلي کړي.

د بامیانو بودا له ستر او لرغوني نړیوال شهرت برخمن دی؛ خو د همدې ډبرو تر شا د ژوند خاموشه او سخته کیسه روانه ده.
په هماغو مغارو کې چې کله ناکله د بودایي راهبانو د عبادت او خلوت ځای و، نن د ماشومانو ژړا، د مېندو د الالو زمزمې اورېدل کېږي.
دا څمڅې چې له یو نیم زرو کلونو ډېر عمر لري، نن د پنځوسو بېوزلو کورنیو ناخوښه پناهځای ګرځېدلی دی.

د کندهار د کرنې ریاست چارواکي وايي چې د یادو واکسینونو د تطبیق موخه د ژمي له پیل وړاندې د پروتوزوایي ناروغیو د خپرېدو مخنیوی، د مالدارۍ سکتور ته د سالمې ودې زمینه برابرول او د مالدارانو اقتصادي ملاتړ کول دي.