کابل کې د کورنیو تولیداتو د پېژندنې ۱۷م نړیوال نندارتون پرانېستل شو

په کابل کې د کورنیو ظرفیتونو او تولیداتو د پېژندنې ۱۷م نړیوال نندارتون نن پنجشنبه، لړم ۱۵مه پیل او درې ورځې به دوام وکړي.

دغه نندارتون د افغانستان د سوداګرو او پانګوالو اتحادیې او صنعت او سوداګرۍ وزارت په ګډو هڅو د لویې جرګې په خېمه کې جوړ شوی دی.

کورنۍ کې تبعیض؛ نجونې: هلکان له موږ غوره ګڼل کېږي

یوشمېر نجونو سلام‌وطندار سره په خبرو کې ویلي چې د کورنۍ تبعیض له کبله له ناهیلي، د حقارت احساس، د کورنیو اړیکو څخه د زړه‌ سړېدو او په پایله کې د بې‌ارزښته‌کېدو او د حقونو د تر پښو لاندې کېدو احساس سره مخ شوې دي.

ارواپوهان خبرداری ورکوي چې دغه ډول چلند د نجونو پر ځان‌باوري منفي اغېز کوي او ژورې رواني اغېزې رامنځته کوي.

له پاکستان او عراق ۴۳۳ افغان بندیان ازاد شوي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ۴۳۳ افغان بنديان د پاکستان او عراق له زندانونو ازاد او هېواد ته رالېږدول شوي دي.

دغه وزارت نن پنجشنبه، لړم ۱۵مه، په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې له دې ډلې ۴۳۰ کسان د سپین‌بولدک له لارې او درې نور د نیمروز له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

ګردېز ښاروالي شپږو مياشتو کې ۵۴ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي

د ګردیز ښاروالۍ مسوولان وايي چې د تېرو شپږ میاشتو پرمهال په بېلابېلو برخو کې د ښاري اصنافو څخه شاوخوا ۵۴ ميليونه افغانی عوايد راټول کړي.

ګردېز ښاروال مولوي حبيب‌الله اغا اخندزاده ښاريانو ته د حساب ورکولو په يو پرګرام کې وويل چې ياده اندازه عوايد د جوزاونو، ښاري خدمتونو، د ښاروالي ملکيتونو څخه ترلاسه شوي دي.

د اسلامي امارت او پاکستان درېیم پړاو خبرې نن استانبول کې پیلېږي

ټاکل شوې چې د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ نن پنج‌شنبه، لړم ۱۵مه د خبرو درېیم پړاو د ترکیې په استانبول ښار کې پیل شي.

د پاکستان ډان ورځ‌پاڼې راپور ورکړی چې د دواړو لوریو مرکچي پلاوي پرون چهارشنبه، د دوه ورځنیو خبرو لپاره استانبول ته رسېدلي دي. دغه خبرې د ترکیې او قطر په منځګړیتوب کېږي.

کابل کې له نشې روغ ۸۰۰ کسان له مسلکي زده‌کړو فارغ شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولان وايي، د کابل ښار په پلچرخي کې د «اغوش» په نوم کمپ کې ۸۰۰ روږدي کسان له نشې روغ او بېرته خپلو کورنیو ته ستانه شوي دي.

د دغه وزارت د کار مرستيال، محمد زاهد احمدزي په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل چې یادو کسانو د څلورو مياشتو په موده کې په پنځو برخو کې مسلکي زده‌کړې کړې دي.

له پاکستان څه باندې ۱۴زره افغانان راستانه شوي

له پاکستان څخه د ناقانونه افغانانو د ایستلو په لړ کې چارواکي وايي چې یوازې پرون چهارشنبه، لړم ۱۴مه، له دغه هېواده ۱۴زره او ۵۷۷ افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه کسان له تورخم او سپین‌بولدک او د هلمند له بهرامچې څخه هېواد ته راغلې دي.

جاپان کې د یږو بریدونه؛ ۱۲ کسان وژل شوي

دا عملیات د اکیتا ولایت د کازونو له کوچني ښار څخه پیل شوي؛ هغه ځای چې په وروستیو میاشتو کې د یږو لیدلو پېښې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې دي. د سیمې اوسېدونکو ته له څو اوونیو راهیسې سپارښتنه کېږي چې له ځنګلونو لرې پاتې شي او د شپې له کوره ونه‌‌وځي.