
د هلمند کروندګر: سږکال مو د ممپلیو حاصلات ښه دي
د هلمند ډېری کروندګر وایي چې سږکال د ممپلیو حاصل د تېرکال په پرتله ښه دی، ځکه د ناروغیو پېښې کمې وې او موسم هم د دې فصل لپاره مناسب و.

د هلمند ډېری کروندګر وایي چې سږکال د ممپلیو حاصل د تېرکال په پرتله ښه دی، ځکه د ناروغیو پېښې کمې وې او موسم هم د دې فصل لپاره مناسب و.

د کابل په یوه خصوصي ښوونځي کې لسګونه زدهکوونکو په ډلهییزه توګه له ناکاره توکو «د کاردستي رباطونه» جوړ کړي دي.
دغه ځوانان او تنکي ځوانان وايي چې د خپلو نوښتونو د ودې او د توکو بیاکارونې لپاره یې، هڅه کړې چې د کار وړ او لومړني وسایل جوړ کړي.

د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې د ملګروملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO) له لوري د برهکي برک او څرخ ولسوالیو پر ۲زره او ۵ سوه بزګرانو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه.

د سوېل ختيځ زون د افغاني سرې مياشتې ټولنې رییس منهاج الدين هاشمي وايي په شپږو ولايتونو غزني، میدانوردګ، لوګر، پکتيا، پکتيکا او خوست کې يې په ۵ کلينيکونو، ۱۸ سيار روغتيايي ټيمونو او ۲۹ فرعي کلينيکونو کې شاوخوا ۶ سوه زره کسانو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي دي.

سلاموطندار راډیو د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ زلزله ځپلو وضعیت ته د رسېدو، د عامه پوهاوي ورکولو، د مرستو وېشلو بهیر څرنګوالي او د مسوولانو او د مرستندویه بنسټونو فعالیتونو ته د انعکاس ورکولو په موخه، دغه ولایت کې د ښکلا راډیو پر څپو څوکۍ ولسوالۍ کې سیاره راډیو فعاله کړې.

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي چې دوی نه یوازې د منځني ختیځ بڼه بدله کړې، بلکې د خپل پوځ جوړښت یې هم بدل کړی دی.
هغه د دوشنبې پر ورځ د اختیاطي پوځ قومندانانو په کنفرانس کې وویل: «نور د مهار تګلاره شتون نهلري، موږ اوس مخکې له پېښو او په دوامداره توګه فعال یو.»

د پنجشېر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې د تېر کال په پرتله سږکال دغه ولاین د انګورو حاصلات د پام وړ زیات شوي دي.
د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس فضلالله دیوبند وايي چې روان کال ۱۷۰۷ مټریک ټُنه انګور راټول شوي چې تېرکال یاده موده کې ۱۱۱۲ مټریک ټُنه انګور راټول شوي وو.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ښايي دغه هېواد د نایجریا د مسیحیانو د وژنو مخنیوي لپاره پوځي اقدام وکړي. نوموړي زیاته کړې، که اړتیا وي، امریکا به یا پوځي ځواک واستوي او یا به هوايي بریدونه وکړي.
د رویټرز د راپور له مخې، ټرمپ دا څرګندونې د فلورېډا له سفر وروسته، د واشنګټن پر لور په الوتکه کې وکړې.

د روزګان د عامې روغتیا مسوولان وايي چې د ۱۰۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ولایتي روغتون د ارتقاء چارې په رسمي توګه پیل شوې. د دې پروژې په بشپړېدو سره به یاد روغتون له ۶۰ بسترو څخه ۲۰۰ بستریز ته لوړ شي چې د ولایت زرګونو اوسېدونکو ته به د غوره روغتیایي خدمتونو زمینه برابره کړي.

په کندهار ښار کې د یوه ملي پانګوال لهخوا د ۵.۴ میلیونه ډالرو په لګښت د خوراکي توکو او صنعتي موادو د تولید یوه ستره کارخونه جوړه شوې چې لسګونه کسانو ته پهکې د کارکولو زمینه هم برابره شوې ده.