مرګونې زلزله؛ ۲۰ کسان مړه او ۵۰۰ ټپیان شوي

د افغانستان په شمالي ولایتونو، په ځانګړې توګه بلخ او سمنګان کې تېره شپه زورورې زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۰ او د ټپیانو بیا ۵۰۰ ته لوړ شوی دی.

 د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې تر دې دمه لږترلږه ۲۰ کسان مړه شوي او له ۵۰۰ زیات نور ټپيان دي.

ډونالډ ټرمپ: که حماس سم چلند ونه‌کړي، له‌منځه به لاړ شي

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، ټینګار کړی چې د حماس او اسراییلو ترمنځ اوربند په غزه کې «پایښت لرونکی او نه‌ماتېدونکی» دی.

ټرمپ نن دوشنبه، نومبر درېیمه له «سي‌بي‌اېس» ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل: «که حماس سم چلند ونه‌کړي، موږ کولای شو هغوی سمدستي له‌منځه یوسو؛ هغوی په دې ښه پوهېږي.»

رویټرز: امریکا پر ونزویلا احتمالي برید ته چمتووالی نیسي

د سپوږمکۍ انځورونه او پوځي سرچینې ښيي چې امریکا د پورتوریکو په «روزوېلت رودز» سمندري اډه کې د خپلو پخوانیو تاسیساتو د بیارغونې کار پیل کړی دی.

د «رویټرز» خبري اژانس د تازه څېړنیز راپور له مخې، دا هغه اډه ده چې د سړې جګړې پرمهال د امریکا د سمندري ځواکونو له سترو مرکزونو ګڼل کېده.

پل‌علم ښاروالي له سړکونو او پلي تګ‌ لارو غرفې او لاسي کراچۍ راټولوي

د پل‌علم ښاروال مولوي محمدشاکر ثاقب د دغه کمپاین پرمهال خبریالانو ته وویل، د پل‌علم ښاریانو او موټرچلوونکو د پرله‌پسې شکایتونو، ټرافیکي ګڼې‌ګوڼې او ښاري نظم ټینګښت په موخه یې پرېکړه کړې چې د ښار له واټونو، سړکونو او پياده رونو څخه غیرقانوني، هټۍ، غرفې، لاسي کراچۍ او موانعو لري کړي.

بلخ کې زلزله؛ تراوسه څلور کسان مړه او ۱۲۰ ټپیان دي

د بلخ روغتیايي چارواکي وايي چې بېګاه شپه دغه ولایت کې د شوې زلزلې له امله څلور کسان مړه شوي او ۱۲۰ نور ټپیان دي.

د بلخ د عامې روغتیا ریاست ویاند کمال ځدراڼ نن دوشنبه، لړم دولسمه سلام‌وطندار ته ویلي چې د بېګانۍ زلزلې له کبله تراوسه د ابو علي سینا حوزوي روغتون ته د څلور کسانو جسدونه وروړل شوي دي.

میدان‌وردګ کې د وزلوبې سیالي وشوې

د میدان‌وردګ د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکزي بهسودو ولسوالي کې د لسګونه غوره ورزشکارانو ترمنځ وزلوبې سیالي وشوې.

د دغه ولایت له بدني روزې او ورزش امریت له لوري سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سیالي د مرکزي بهسودو ولسوالي په «کوه بیرون» سیمه کې د ۲۴ چاپندازانو ترمنځ شوي دي.