
د کونړ زلزله؛ بازمحمد په یوه شپه د کورنۍ ۳۳ غړي له لاسه ورکړي
د نږدې دوو میاشتو په تېرېدو کونړ کې د وږ میاشتې ۹مې مرګونې زلزلې ټکانونه لاهم د خلکو زړونه لړزوي. د شپې ناوخته دغې زلزلې په څو شېبو کې د زرګونه کورنیو ژوند یو مخ ور بدل کړ.
۴۲کلن بازمحمد چې د کونړ د څوکۍ ولسوالي دېوهګل دره کې د ګاګیزو تنګي د «شروکڅۍ» اوسېدونکی دی، د زلزلې پرمهال یې د کورنۍ ۳۳ غړي او هرڅه له لاسه ورکړي دي.






