مجاهد: پاکستان باید درک کړي چې مفاهمه د ستونزو د هواري یوازینۍ لار ده

د افغانستان او پاکستان د پلاویو ترمنځ د خبرو دویم پړاو د ترکیې په استانبول ښار کې پای ته رسېدلی او دواړو لورو پر اوربند او د راتلونکي پړاو د ناستې پر جوړېدو هوکړه کړې ده.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، د درېیم پړاو ناستې د ګټورې پایلې په اړه هیله‌مندي څرګنده کړه چې په وینا یې، د پاتې موضوعاتو په تړاو به راتلونکې ناسته کې خبرې پرې وشي.

د هرات د سلو شرکتونو محصولات نړیوال بازار ته صادرېږي

د هرات د صنایعو او کانونو خونې مسوولان وايي چې د دې ولایت د سلو صنعتي شرکتونو تولیدات نړیوالو بازارونو ته صادر شوي دي.

د یادې خونې رئیس، عبدالناصر امین، ویلي چې د هرات اصلي صادراتي توکي چې په‌کې د نخي تار، المونیمي لوښي، بېلابېل مشروبات، خوراکي مواد او اچار شامل دي، د اروپا، امریکا او اسیا هېوادونو ته صادرېږي.

غزني کې ۵۰ ممیز‌خونې او سړې‌خونې جوړې شوې

د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اعلان کړی چې د ناروې د کډوالو شورا (NRC) په همکاري، په غزني کې ۳۰ ممیز‌خونې او ۲۰ سړې‌خونې د پیازو او کچالو د ساتنې لپاره جوړې شوې دي.

دغه وزارت نن (شنبه، د لړم لسمه/د نومبر لومړۍ نېټه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا تاسیسات د لمر انرژۍ یا لمریزې برښنا پرمټ جوړ شوي دي. دا پروژې د غزني ښار تر څنګ د ده‌یک، اندړ، ناوه او مالستان ولسوالیو کې عملي شوې دي.

عدلیې وزارت نهه ښارګوټي امارتي اعلان کړل

د افغانستان د اسلامي امارت د عدلیې وزارت اعلان کړی چې په هېواد کې نهه هستوګنیز ښارګوټي د امارتي ملکیت په توګه تثبیت شوي دي.

دغه وزارت نن (شنبه، د لړم ۱۰مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دا ښارګوټي د تېرو درېوو کلونو په ترڅ کې د هغو ځانګړو محاکمو د پرېکړو له مخې امارتي ثابت شوي چې د غصب شویو دولتي ځمکو د قضیو د څېړلو لپاره جوړ شوې دي.

روسیه: د اوکراین ۹۸ ډرون مو نسکورې کړي

د روسیې د دفاع وزارت وايي چې د جمعې او شنبې ترمنځ شپه کې د اوکراین له لوري توغول شوې ۹۸ بې‌پيلوټه الوتکې (ډرونونه) د روسیې هوايي دفاعي ځواکونو له‌خوا شنډ شوې دي.

د راپور له مخې، ډرونونه د روسیې څو سیمو کې شوي چې په‌کې مسکو، بيلګورود، تولا، سامارا، وورونېژ، روستوف او ريازان شامل دي.

اسراییلو د غزې خان‌یونس ختیځې سیمې بمبار کړي

د «العربیه» د راپور له مخې، د غزې په سوېل کې د خان‌یونس ختیځې سیمې د شنبې سهار (د لړم ۱۰مه) د اسراییلي ځواکونو له‌خوا بمبار شوي دي.

د اسراییلو پوځ د غزې ښار په ختیځه برخه کې د هستوګنیزو ودانیو د نړولو او چاودنو عملیاتو ته دوام ورکړی او د سیمې په فضا کې د بې‌پیلوټه الوتکو پراخ پروازونه لیدل شوي دي.

ډونالډ ټرمپ: پر ونزوېلا د برید پرېکړه مو نه‌ده کړې

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د ده حکومت پرېکړه کړې چې د ونزوېلا دننه پر پوځي اهدافو بریدونه وکړي.

ټرمپ دا څرګندونې جمعه (د لړم نهمه) د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې وکړې او ويې ویل: «نه، هېڅ ډول پرېکړه نه ده شوې.»

قرغیزستان کې د ا.ا سفیر د چین له سفیرې سره لیدلي

په قرغیزستان کې د ا.ا د سفارت سرپرست مولوي عبدالشکور حقاني د چین له سفیرې لېوجیانپینگ سره لیدلي دي.

 دغه سفارت نن شنبه، لړم لسمه، پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې د سیاسي، اقتصادي او فرهنگي دوه اړخیزو اړیکو ترڅنگ، د سیمې پر امنیتي وضعیت، د سیمه‌ییزې سولې او ثبات د پیاوړتیا او د متقابل اعتماد د زیاتوالي په اړه هر اړخیز بحث او خبرې شوې دي.