اخندزاده: قزاقستان افغان سوداګرو ته د پیسو نه ورکړې ستونزه حلوي

د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وايي، قزاقستان ته د دې وزارت د وزیر نورالدین عزیزي د سفر پرمهال د یوشمېر افغان سوداګرو هغه ستونزه هم ورسره یاده کړې چې د تېر حکومت پرمهال د دوي پیسې د قزاقي سوداګرو له‌خوا نه‌دي ورکړل شوي.

ا.ا قزاقستان کې د افغان محصولاتو د خرڅلاو مرکز د رامنځته‌کېدو غوښتنه کړې

د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر سریک ژومانګارین سره لیدلي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن چهارشنبه (د لړم اوومه) په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي چې دواړو لوریو د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا، د سوداګرۍ د کچې د لوړولو او د دوه‌اړخیزې همکارۍ د نقشې د عملي کېدو پر موضوعاتو ټینګار کړی دی.

غزه کې بریدونه؛ ۷۰ کسان شهیدان شوي

غزه کې روغتیايي چارواکي وايي چې د اسراییلي ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتونو د هوایي بریدونو په پایله کې لږترلږه ۷۰ فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه سرچینې زیاتوي چې په وروستیو بریدونو کې د مرکزي غزې په دیرالبلح کې د الاقصی شهداء روغتون نږدې د بې‌ځایه شویو دوه خیمې او د ښاروالي په میدان کې یوه بله خېمه په نښه شوې چې له کبله یې څلور فلسطینیان شهیدان شوي او څو نور ټپیان دي.

شمالي‌کوریا کروز توغندي ازمویلي

شمالي‌کوریا ویلي چې څو کروز توغندي یې د خپلو ستراتیژیکو بریدیزو وسلو د وړتیا ارزونې او د هېواد د پوځي ځواک ښودلو لپاره د «دښمنانو» پر وړاندې ازمویلي دي.

دا ازموینې په داسې حال کې شوي چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ سوېلي‌‌کوریا ته د سفر په درشل کې دی.

خوست کې د پوليس په نوم راډيو نشرات پيل کړل

د کورنيو چارو وزارت مسوولان وايي چې په لومړي ځل يې په خوست ولايت کې د پوليس په نوم راډيو نشرات پيل کړل چې د رسنيز ډګر د پياوړتيا لپاره يو غوره ګام دی.

د کورنيو چارو وزارت د عامه اړيکو رییس عبدالحکیم همت اخندزاده وويل چې د پوليس راډيو فعاليت سره به د حکومتي ادارو او خلکو ترمنځ د يو پُل حيثيت ولري او ۲۴ ساعت به خپرونې ولرې.

میدان‌وردګ کې ۳۰۰ پولیس له مسلکي زده‌کړو فارغ شول

د میدان‌وردګ امنیه قومنداني مسوولان وايي چې د دغه ولایت په سیداباد او جغتو ولسوالیو کې شاوخوا ۳۰۰ ملي پولیسو ته مسلکی روزنه ورکړل شوې ده.

د یادو پولیسو  فراغت غونډ ته د میدان‌وردګ ولایت امنیه قوامنداني مرستیال مولوي خلیل‌الرحمن احمد وویل، دغه پولیسو د یاد ولایت په سیداباد او جغتو ولسوالیو کې درې ورځنۍ مسلکي زده‌کړې لیدلي دي.

یونېسف په زابل کې ۴۷ روغتیايي مرکزونو ته طبي وسایل ورکړي

د زابل د عامې روغتیا رییس ډاکټر میرویس افغان د مرستو له ترلاسه کولو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: «یاده مرسته د ناروغانو د درملنې په ښه‌والي او د روغتیايي مرکزونو د خدماتي معیار په لوړولو کې مهم رول لري. موږ هڅه کوو چې نور روغتیايي مرکزونه هم فعال کړو، څو خلکو ته غوره روغتیایي سهولتونه برابر شي.»

له پاکستانه د هلمند بهرامچې له لارې ۲۷۷ کورنۍ بېرته راستنې شوي

د هلمند محلي مسوولان وايي چې د دوو پرله‌پسې ورځو په اوږدو کې د بهرامچې له لارې نږدې ۲۷۷ راستنېدونکې کورنۍ چې ټول ۱۶۱۸ کسان کېږي، بېرته هېواد ته راستانه شوې دي.

د هلمند د مقام ویاند مولوي محمدقاسم ریاض وايي، د ولایت مقام په مشري د استقبال، ثبت او تثبیت کمېټو له‌خوا دغو کورنیو ته د هرکلي ترڅنګ د هغوی د ثبت او تثبیت پروسه بشپړه شوې او اړوند اصولي کړنې شوې دي.