د افغانستان او ترکیې د کورنیو چارو وزارتونو معینانو ایران کې لیدلي

کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین ستر پاسوال ملامحمد ابراهیم صدر د ایکو غونډې په څنډه کې د ترکیې کورنیو چارو وزارت معین او ورسره مل پلاوي سره د ایران په پلازمېنه تهران کې لیدلي دي.

دغه وزارت نن سه‌شنبه، لړم شپږمه پر خپله اېکس‌‌پاڼه لیکلي چې دواړو لوریو په دې لیدنه کې دواړو لورو په بېلابېلو موضوعاتو بحث او خبرې کړې دي.

محمدنبي عمري: هېڅ‌کله به خپله خاوره ونه‌پلورو

د کورنيو چارو وزارت لومړی مرستيال نبي عمري وايي چې د اسلامي امارت حکومت د هېچا په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه‌کوي او په وینا یې، له نورو هېوادونو هم ورته تمه لري.

نوموړي دغه څرګندونې نن سه‌شنبه، لړم شپږمه، خوست کې د تخنيکي انسټيټيوټ د فارغانو په يوه غونډه کې کړې دي. هغه دغه‌راز وويل اوسنی نظام نه له ګاونډيو او نه هم له نورو هېوادونو سره هېڅ ډول جګړه او ستونزې نه‌غواړي.

د هرات – خواف له اوسپنې پټلۍ د نفتو واردات پيل شول

د هرات د صنعت او سوداګرۍ رئیس بشیرمحمد سیرت وايي، په لومړۍ جوپه کې ۲۰ واګُن د ډیزلو تېل له ایران څخه د هرات روزنک تم‌ځای ته رسېدلي او تمه ده چې په راتلونکو ورځو کې ۱۸۰ نور واګنونه هم له همدې لارې هېواد ته وارد شي.

د هغه په وینا، په ټولییزه توګه کې ۲۰۰ واګن ډیزل تېل چې شاوخوا ۱۵ میلیونه ډالر ارزښت لري، د دغه پټلۍ له لارې واردېږي چې دا به په هېواد کې د نفتو د بیو په کمېدو کې مهم رول ولوبوي.

د میدان‌وردګ روغتیايي مرکزونو ته طبي توکي ورکړل شوي

د بي‌ډي‌اېن موسسې ولایتي مسوول ډاکټر سمېع‌الحق جوړې شوې غونډې ته وویل چې یادو طبي توکي ته په روغتیایي مرکزونو کې ډېره اړتیا لیدل کېدله چې د دغه ولایت عامې روغتیا او ولسونو به وړاندیز او (UNICEF) د شاوخوا سل زره امریکایي ډالرو په لګښت اخېستل شوي چې د مرکز میدان‌ښار په ګدون د یوشمېر لروپرتو ولسوالیو په روغتیایي مرکزونو ووېشل شول.

کاپیسا کې په ۵۰زره ډالرو د بدن ښکلا کلب جوړ شوی

په کاپیسا کې د یوه پانګوال په شخصي پانګې د ۵۰زره امریکايي ډالرو په ارزښت د غړو ښکلا «باډي‌بلډېنګ» کلب جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

دغه ورزشي کلب (دوشنبه، لړم پنځمه) د ښوونې او روزنې ریاست چارواکو او د سیمې د اوسېدونکو په ګډون پرانېستل شوی دی.

لوګر کې په پنځه میلیونه افغانیو جومات جوړېږي

د لوګر محلي مسوولان وایي چې د ولسي خلکو او سوداګرو په مالي ملاتړ د بره‌کي‌برک ولسوالي اړوند «توري‌خېلو» سیمه کې د قبا په نوم یوه جومات ته د پنځه میلیونه افغانیو په مالي لګښت ودانۍ جوړېږي.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد، سیمه‌ییزو مسوولینو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.

مزارشریف ښار کې د سمنټي دیوالونو د لرې کولو کمپاین پیل شوی

د بلخ محلي مسوولان وايي چې په مزارشریف ښار کې له عمومي سړکونو، لارو او کوڅو څخه د سمنټي دیوالو د لرې کولو کمپاین پیل شوی دی.

د بلخ د امنیې قومنداني د معلوماتو له مخې، دغه کمپاین د ریاست‌الوزرا د لارښوونې پربنسټ د مزارشریف ښار د درېیمې امنيتي حوزې له سیمې څخه پیل شوی دی.