غزه کې د اسراییلو بریدونه؛ اته کسان شهیدان او ۱۳ ټپیان شوي

د غزې د روغتیا وزارت وايي چې د اوربند له اعلان سره سره، د اسراییلي ځواکونو بریدونه په بېلابېلو سیمو کې نه‌دي درېدلي او ملکي وګړي یې لاهم په نښه کوي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، یوازې د تېرو ۴۸ ساعتونو په ترڅ کې لږترلږه اته فلسطینیان شهیدان شوي او ۱۳ نور ټپیان دي. سرچینې زیاتوي چې د ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی او ښايي د مړینې شمېر لا لوړ شي.

مزارشریف ښار کې یو سوداګریز مرکز پرانیستل شوی

د بلخ محلي چارواکي وایي، په مزارشریف ښار کې د ۲۴۷ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت یو سوداګریز مرکزجوړ شوی دی.

د مزارشریف ښاروالي سکتوري رییس احمد جاوید مایار وایي، دا تجارتي مارکېټ چې د درې جریبه څخه په زیاته ځمکه جوړ شوی، نن دوشنبه، د لړم پنځمه، پهرسمي توګه ګټې‌اخستنې ته سپارل شوی.

مجاهد: د پاکستان له‌خوا د خبرو په تړاو خپرېدونکي جزییات د باور وړ نه‌دي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رامنځته شوې ستونزې د حل په اړه د ترکیې استانبول کې د خبرو دویم پړاو روان دی او په وینا یې، پایلو ته یې باید په تمه شو.

نوموړي له سلام‌وطندار سره خبرو کې وویل، هغه موضوعات چې پاکستانی لوری یې پر رسنیو د دې خبرو له‌منځه وخت ناوخت نشروي یا یې په اړه تحلیلونه خپریږي، د باور وړ نه‌دي.

غزې ته نږدې ۱۲ اسراییلي سرتیري ټپیان شوي

د اسراییل پوځي چارواکي وایي، د غزې تړانګې پولې ته څېرمه د پوځ د درېوو هاموې موټرو د ټکر له امله له ۱۲ اسراییلي سرتېري ټپیان شوي دي.

د اسراییلو رسنیو د راپور له مخې، په ټپيانو کې د دوو ټپيانو روغتیايي وضعیت نازک او ۱۰ نور بیا لږ ټپيان شوي دي. د اسراییلو پوځ وايي، دغه پېښه د یوې عملیاتي چارې پرمهال رامنځته شوې او د پېښې د لامل په اړه څېړنې روانې دي.

له هرات نړیوالو بازارونو ته د غاليو صادرات زیات شوي

د هرات د صنعت او سوداګرۍ خونې مسوولان وایي چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې د هرات لاس‌اوبدل شوي غالۍ د ۲۷۰ زرو امریکایي ډالرو په ارزښت بهر ته صادر شوي دي.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرائیوي رییس یوسف امین وایي، دغه غالۍ استرالیا، جرمني او اتریش هېوادونو ته لېږدول شوي دي.

خوست کې د ۷۲۳زره ډالرو په لګښت د بېلابېلو پروژو چارې پيل شوې

د خوست ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د کلیو او پراختیا ریاست په چوکاټ کې د ګربزو او موسی‌خېلو ولسواليو کې د بېلابېلو پروژو چارې پيل شوي دي.

خبرپاڼه زياتوي چې يادې پروژې د افغان پرمختیایي مؤسسې(ADA)  له لوري او د خوړو د نړيوال پروګرام(WFP)  په مالي ملاتړ پيل شوې دي.

هلمند کې په ۵۰ میلیونه افغانیو د موټرسایکلونو مارکېټ جوړ شوی

د هلمند په ګرشک ولسوالي کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د موټرسایکلونو خصوصي سوداګریز مارکېټ جوړ شوی دی.

د یاد مارکېت د پرانېستې مراسمو پرمهال د ګرشک ولسوال مرستیال شرافت وویل: «موږ هغه تجاران او پانګوال ستایو چې په خپلو سیمو کې د کار زمینه برابروي. دا ډول پانګونې نه‌ یوازې د خلکو اقتصاد پیاوړی کوي، بلکې د بېکارۍ کچه هم راټیټوي.»