له کندهار څخه روسې ته د انارو صادرات پیل شول

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خوني مسوولان وایي چې له دغه ولایت څخه روسیې ته د انارو صادرات پیل شوي او د سږکال تر پايه به د تور غونډۍ له لارې روسې ته تر دوه سوه ټُنه د انارو صادرات وشي.

د انارو دغه صادرات د یوه خصوصي بنسټ په مرسته کېږي.

د کونړ څوکۍ ولسوالي زلزله‌ځپلي د کورونو جوړولو لپاره ځمکه نه‌لري

د ژمي په رانږدېکېدو سره، د کونړ د څوکۍ ولسوالي دېوه‌ګل دره کې ګڼ‌شمېر کورنۍ اوس هم سرپناه‌ نه‌لري او کمپونو کې ژوند کوي.

وروستۍ زلزله چې د دغې ولسوالي یوشمېر کلي وران کړي، سلګونه کورنۍ یې بې‌کوره کړي او ډېری هغه کورونه چې غرونو کې له تیږو جوړ شوي وو، په بشپړه توګه نړېدلي دي.

افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ له لارې د توکو انتقالات شوي

د ټولګټو وزارت وايي چې د تېرې یوې اوونۍ پرمهال له افغانستان څخه د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۲۹زره او ۶۱۲ متریک ټنه توکي انتقال شوي دي.

د دې وزارت ویاند، محمداشرف حق‌شناس، نن یکشنبه د لړم څلورمه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې یاد مقدار توکي په تېره یوه اوونۍ کې د حیرتان، تورغونډۍ، اقینې او خواف-هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقال شوي دي.

د زده‌کړو حق؛ زده‌کوونکې: لاهم د ښوونځیو بیاپرانېستلو ته شېبې شماروو

زده‌کړې د هر انسان بنسټیز حق ګڼل کېږي، خو په افغانستان کې د نجونو پر وړاندې د زده‌کړو بندیزونه د دوی پر رواني او ټولنیزو وضعیتونو جدي اغېزې کړي دي.

د دې بندیز له امله ډېری نجونې له رواني ستونزو، اضطراب، د ځان ارزښت کمېدو او ناوړه ټولنیزو پایلو لکه اجباري ودونو سره مخ شوي دي.

د پاکستان دفاع وزیر: له افغانستان سره مو ښکاره جګړه ده

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمداصف وايي، که له اسلامي امارت سره یې، رامنځته شوې ستونزې د خبرو له لارې هوارې نه‌شي، په وینا یې، له افغانستان سره يې «ښکاره جګړه» ده.

هغه دغه څرګندونې پرون شنبه، اکتوبر ۲۵مه د پنجاب په سیالکوټ ښار کې له رسنیو سره د خبرو پرمهال کړې دي.

د ونزویلا ولسمشر: امریکا د جګړې په اړه جعلي ادعاوې جوړوي

د ونزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو پر امریکا سختې نیوکي کړي او ادعا یې وکړه چې واشنګټن د نوموړي حکومت پر وړاندې د «جګړې په اړه جعلي ادعاوې جوړوي.»

الجزیرې خبري شبکې نن یکشنبه، اکتوبر ۲۶مه راپور ورکړی چې مادورو، د کارابین سمندر ته د امریکا د بیړیو نږدې کېدل د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «دائمې جګړې» د پیل نښه بللې ده. مادورو دغه ګام د امریکا د «ناسمو او جنایي روایتونو» په توګه یاد کړي دي.

حزب‌الله: هېڅ‌کله به خپلې وسلې ونه‌سپاروو

په لبنان کې د حزب‌الله د سیاسي شورا مرستیال محمود قماطي اعلان کړی چې حزب‌الله به هېڅ‌کله خپلې وسلې ونه‌سپاري او په وینا یې، دا ځواک «د هېواد د واک نښه او د لبنان د حاکمیت سمبول» دی.

قماطي وویل، «اسراییل هره ورځ پر موږ بریدونه کوي او د امریکا او اروپا لخوا راوړل شوې ټول فشارونه هېڅ ګټه نه‌لري.»

ډونالډ ټرمپ: منځني ختیځ کې د سولې فرصت رښتینی دی

د امریکا ولسمشر، دونالد ټرمپ، په تازه څرګندونو کې ویلي چې منځني ختیځ کې د سولې د ټینګښت امکان شته او دا فرصت لري چې پیښت لرونکی پاتې شي.

هغه ټینګار وکړ چې د دې سولې دوام په هغو لوریو پورې تړلی دی چې خپله ژمنه ترسره کړي.

غزني کې د نادرو مرغانو ژوند له ګواښ سره مخ دی!

ناور دښته د افغانستان د پنځو مهمو ایکولوژیکي سیمو څخه یوه ده چې یو وخت د نادرو مرغانو په ځانګړې توګه د فلامینګونو او یوشمېر سایبریايي الوتونکو لپاره خوندي هسوګن‌‌ځای و، خو په وروستیو کلونو کې د پرله‌پسې وچکالیو او اقلیمي بدلون له امله له جدي ننګونو سره مخ شوې ده.

د ناور ولسوالي یوشمېر اوسېدونکي وايي د باران کمښت د لمدو ځمکو د وچېدو او د څړځایونو د له‌منځه تلو لامل شوی دی.

هلمند کې د «شهامت» په نوم راډیو خپل فعالیت پیل کړ

د هلمند مرکز لښکرګاه کې د «شهامت» په نوم یوې نوې خصوصي غږیزې رسنۍ په رسمي ډول پر ۹۱.۶ اېف‌اېم څپو خپلې مسلکي خپرونې پیل کړې. چارواکي دغه ګام په هلمند کې د رسنیز ډګر د پیاوړتیا لپاره مهم بولي.

د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتي چارو معین مولوي حیات‌الله مهاجر فراهي د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې د شهامت راډیو په ګډون دامهال په هلمند کې ۱۹ فعالې راډیوګانې موجودې دي.

هلمند کې د برښنا دوه سترې پروژې ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې

د افغانستان د برښنا شرکت چارواکي وايي، په هلمند کې د برښنا دوه مهمې پروژې په رسمي توګه ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې چې په پایله کې به د هلمند او کندهار زرګونو کورنیو او صنعت‌ګرو ته د برقي انرژۍ د برابرولو زمینه نوره هم پراخه شي.