د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۳.۵ میلیارډ افغانیو په ارزښت پروژې منظور کړې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وايي چې د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري نن شنبه، لړم درېیمه د ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۲ پروژې منظورې شوې دي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشري نن د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه کې ۳۵ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې وې.

مارکو روبیو: امریکا د اسراییلو امنیت ته ژمن دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د اسراییلو له سفر وروسته ویلي چې هېواد یې د غزې د هوکړې بشپړ تطبیق او د اسراییلو د امنیت تضمین ته ژمن دی.

هغه ټینګار وکړ چې د غزې بیارغونه د یوې نړیوالې ثبات‌بښونکې قوا د استقرار سره تړلې ده چې باید د ملګروملتونو د رسمي ماموریت پر بنسټ جوړه شي.

د پاکستان لاهور ښار د نړۍ تر ټولو ککړ ښار په توګه ونومول شو

د هوا د کیفیت د څارنې د IQAir پلیټفارم په وینا، ښار په ۸:۳۰ بجو د امریکا د هوا د کیفیت شاخص (AQI) ۴۱۲ ثبت کړ چې د زیانمن کټګورۍ لاندې راځي او د PM2.5 ذراتو کچه ۲۸۱ مایکروګرامه په مکعب متره کې وه؛ دا د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) کلنی سپارښتل شوی حد څخه ۵۶.۲ چنده ډېر ده.

ژمی او منی؛ له لوږې او سړو سره د کلیوالو مېرمنو د مبارزې کیسه

کله چې منی راشي، کلي د  ژېړوپاڼو په جامه کې ښکلا ومومي؛ خو د کلي ښځو لپاره دا ښکلا د ژمي سختۍ او د خوراکي توکو د کمښت نښه ده. هره پاڼه چې له څانګې جلا کېږي، د یخنۍ او اوږدې مبارزې یادونه کوي.

اوس د کلیو مېرمنې د یوې غلې او راتلونکې یخنۍ سره د مبارزې لپاره چمتووالی نیسي. دوی د لرګیو ذخیره کولو ترڅنګ، د قروتو او زېړو غوړیو سربېره، وچه مېوه او ځینې نور بیا چهارمغز، د پیازو او رومیانو وچولو باندې لګیا دي.

د کندوز ښار اوسېدونکي په کوڅو کې د «ودانیزو موادو له ډېرۍ» شکایت کوي

کندوز ښار کې یوشمېر اوسېدونکي د ښار په کوڅو کې د ودانیو د جوړولو توکو د ډېری کولو له امله له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د کندوز ښار یو اوسېدونکی عتیق‌الله وايي چې ځینې کورونه او ودانیو مالکان د کوڅو غاړو یا منځ کې خښتې، ډبرې، جغل او شګې اچوي چې نه یوازې د تګ‌راتګ خنډونه رامنځته کوي، بلکې د ټرافیکي ستونزو لامل هم ګرځي.

د هرات اوسېدونکو پوهنې ریاست ته اووه جریبه ځمکه ځانګړې کړې

د هرات اوسېدونکو د دغه ولایت پوهنې ریاست ته اووه جریب ځمکه ورکړه. د پوهنې ریاست مسوولان وايي چې دا ځمکه شاوخوا ۳۵۰زره افغانۍ ارزښت لري چې د عامو خلکو له لوري یادې ادارې ته ورکړل شوې ده.

د هرات د پوهنې رییس رحمت‌الله جابر وایي چې یاده ځمکه د رباط‌سنگي او زیرکوه ولسوالیو کې موقعیت لري.

له پاکستانه په یوه ورځ ۱۱۵ کورنۍ هلمند ته راستنې شوي

د هلمند د بهرامچې له لارې ۱۱۵ افغان کورنۍ له پاکستان څخه خپل هېواد ته راستنې شوي دي.

راستنې شوې کورنۍ سلام‌وطندار ته وایي، پاکستان کې یې د ژوند شرایط سخت وو، حکومت ورسره هېڅ مرسته نه کوله، خو دلته دافغان چارواکو له تود هرکلي سره مخ او ترڅنګ یې د ثبت، لېږد او لنډمهالي هستوګن‌ځي بشپړ امکانات هم ورته برابر شوي دي.

اوکراین کې چاودنه: څلور کسان وژل شوي او ۱۲ ټپیان دي

د اوکراین په شمال لوېدیځ  د اوفریج ښار د اورګاډي په تم‌ځای د چاودنې له امله لږترلږه ۴ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.

سیمه کې پولیسو خبر ورکړی چې د چاودنې پېښه د مسافرو د اسنادو د کتنې پرمهال رامنځته شوې ده.

د پولیسو په وینا، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې یوه ۲۳ ځوان چې د خارکېیفښار اوسېدونکی دی، له ځان سره لاسي بم ته چاودنه ورکړه.