د ښکلا اړوند محصولاتو انلاین پلور؛ «ګټه نه‌لري، د مخ داغونه مې ډېر شول»

سلام‌وطندار له ۲۰ ځوانانو سره چې ۱۲ یې نجونې او اته یې، هلکان دي، مرکې کړي چې د مرکو موندنې ښيي، دغه ځوانانو د جلدي او ښکلا اړوند ناروغیو درملنې لپاره له سوداګریزو محصولاتو ګټه اخیستې چې ۱۵ یې، له منفي پایلو سره مخ شوي دي.

لوګر کې په څه باندې یو میلېارد افغانیو ۳۵ کېلومټره سړک جوړېږي

د لوګر د ټولګټو چارو ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم، بره‌کي برک او څرخ ولسوالیو کې د څه باندې یو میلیارد افغانیو په ارزښت د سړکونو جوړولو چارې پيل شوې.

پل‌علم کې په دې اړه جوړې شوې یوې غونډه کې د ا.ا حکومت لوړ پوړو چارواکو، سیمه ییزو مسؤولینو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.

پکتیکا کې اوو ولسوالیو لپاره د ودانیو جوړولو چارې پیل شوې

پکتيکا کې چارواکي وايي چې د یاد ولایت اړوند اوو ولسواليو ته د شاوخوا ۱۲۶ ميليونه افغانيو په لګښت د نويو ودانيو د جوړيدو چارې پيل شوې.

د پکتيکا د اطلاعاتو او فرهنګ رياست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اسلامي امارت د مشرتابه د ځانګړي حکم له مخې، اوو ولسوالیو ته د ۱۲۶.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ودانیو جوړلو چارې پیل شوې.

د افغان او پاکستاني ځواکونو نښتې؛ خوست کې ۳۵۰ کورنۍ بې‌ځایه شوي

د خوست ځاځي ميدان ولسوالي کې پر ډيورنډ کرښه د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستاني ملیشو ترمنځ وروستيو نښتو له امله ۳۵۰ کورنی بې‌ځايه شوي.

د خوست ولايت مقام وياند مستغفر ګربز سلام‌وطندار ته ویلي، پاکستاني پوځي رژيم د جګړې له قوانینو سرغړونه کړې او د عامو خلکو هستوګنځي یې په نښه کړي چې له امله یې ګڼ شمېر کورنۍ له خپلو مېنو بې‌ځایه شوې دي.