کونړ کې روغتیاپالان: بدن کې د کلسیم کمښت د ښځو روغتیا ته جدي ستونزې پېښوي

کونړ کې یو شمېر روغتیاپالان وايي، په بدن کې د کلسيم کموالی د هډوکو کمزوري، د غاښونو خرابوالی او د نورو روغتيايي ستونزو لامل ګرځي، ددوی په خبره په ځانګړې ډول د ښځو لپاره جدي روغتیايي ستونزې رامنځته کولای شي.

کمپ کې دوه میاشتې ژوند؛ د کونړ زلزله‌ځپلي خپلو کورونو ته د ستنېدو په تمه دي

وروسته له هغې چې شاوخوا دوه میاشتې مخکې زلزلې د کونړ په ځانګړي ډول د څوکۍ ولسوالي سخته زیانمنه کړه، اوس یوشمېر زلزله‌ځپلې کورنۍ وایي، نور نشي کولای په خېمو کې ژوند ته دوام ورکړي او غواړي خپلو کورونو ته ستنې شي.

افغانستان کې لوړ عمرلرونکې مېرمنې د ملاتړیزو مرکزونو له کمښت شکایت لري

له ۲۵ لوړ عمرلرونکو مېرمنو سره د سلام‌وطندار د مرکو موندنې ښيي چې دغه قشر له پامه غورځول شوی او له یوې نړۍ غمونو سره اوس د ژوند له پاڼې هم لوېدلې دي.

سلام‌وطندار په ۱۶ ولایتونو کې له یادو مېرمنو سره مرکې کړي چې د بې‌وزلي، سرپرست نشتوالي، د زوی یا لور نشتوالي او ټولنیز ملاتړ نشتون له امله، خپل ځان بې‌ارزښته او له هېره ایستل شوی بولي.

برېټانیا د افغانستان زلزله‌ځپلو سره د څلور میلیونه پونډو مرسته اعلان کړې

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارد لیندسي، اعلان کړی چې هېواد به یې افغانستان ته څلور میلیونه پونډه مرسته ورکړي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن پنجشنبه (د لړم لومړۍ نېټه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، ریچارد لیندسي دا خبره د دغه وزارت له وزیر، محمدعبدالکبیر، سره د لیدنې پرمهال کړې ده.

نیوزیلنډ کې زرګونه کسانو لاریون کړی

په نیوزیلنډ کې د عامه برخې  شاوخوا ۱۰۰زره کارکوونکو نن پنجشنبه، اکتوبر ۲۳مه، د خپلو معاشونو د لوړولو او د عامه خدمتونو د ښه‌کولو لپاره لاریون کړی دی.

په دې کم‌ساري اعتراض کې چې ښوونکو، نرسانو، ډاکټرانو، اوروژونکو او اداري کارکوونکو برخه اخیستې، د هېواد د منځ‌لارې ښي‌ لوري حکومت پر وړاندې د نارضایتۍ څرګندونه ګڼل کېږي.

کندهار کې په ۱۶ میلیونه افغانیو د یوه چکډېم د جوړېدو چارې پیل شوې

په پرانیستونکو مراسمو کې د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال وزیر مولوي باز محمدفیضان وویل: «اسلامي امارت تل هڅه کوي چې د اوبو د مهار او مدیریت په برخه کې بزګرانو ته هر اړخیزه امکانات برابر کړي. دا ډول پروژې نه یوازې د اوبو د ضایع کېدو مخه نیسي، بلکې د کرنې د پیاوړتیا او اقتصادي ځان‌بساینې لامل هم ګرځي.»

 د چین ځانګړي استازي او محمدنعیم لیدنه؛ «پاکستان د ا.ا حوصله ازمايي»

د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال محمدنعیم د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یوشیاویونګ سره کتل او د بېلابېلو موضوعاتو په تړاو یې، خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت نن پنجشنبه، لړم لومړۍ نېټه، پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په دې کتنه کې د دوه اړخیزو موضوعاتو او اړيکو ترڅنګ؛ د افغانستان او پاکستان ترمنځ په وروستي کړکېچ هم بحث شوی دی.

د جوزجان په قوش‌تېپه کې په ۱۲.۵ میلیونه افغانیو دوه استنادي دیوالونه جوړېږي

د جوزجان د اوبو او انرژۍ ریاست چارواکي وايي، د دې ولایت په قوش‌تېپه ولسوالي کې د دوو مهمو استنادي دیوالونو د جوړولو چارې د نږدې ۱۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې دي.

د دغو پروژو موخه د سېلابونو د خطرونو مخنیوی او د کرنیزو ځمکو او هستوګن‌ځایونو ساتنه بلل شوې ده.

د روزګان په ګېزاب کې ۱۲۵ پروژې ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوي

د روزګان د کلیوبیارغونې او پراختیا ریاست تر څار لاندې د (UNOPS) ادارې په مالي ملاتړ او د (CHA) موسسې په تخنیکي همکاري د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام له لارې د ګېزاب ولسوالي په بېلابېلو سیمو کې ۱۲۵ پرمختیایي پروژې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې.