
کونړ کې زلزلهځپلي: زلزلو مو د ماشومانو پر رواني وضعیت بدې اغېز کړی
د روان کال د اګسټ پر ۳۱مه کونړ کې له مرګونې زلزلې وروسته، اوس هم دغه ولایت کې وخت ناوخته زلزله کېږي چې نه یوازې خلکو ته یې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي، بلکې د زلزله ځپلو کورنیو په ځانګړي توګه د هغوی د ماشومانو پر رواني حالت یې ژور منفي اغېز کړی.







