د پکتیا اوسېدونکي: د ځمکو غصب مخنیوي کمېسیون دې د رغنیزو چارو اجازه ورکړي

د پکتیا د مرکز په ګډون په بېلابېلو ولسواليو کې ۱۵۰زره جریبه ځمکه د ځمکو غصب مخنیوي کمېسیون تر بیاکتنې لاندې ده او خلکو ته په‌کې د هېڅ ډول کارکولو اجازه نه ورکول کېږي.

د پکتیا یوشمېر اوسېدونکي وايي، د غصب کمېسیون تر بیاکتنې لاندې ځمکو تصفیه ډېر وخت نیسي چې له همدې امله يې خلک له ستونزو سره مخ کړي او په ډېرو سیمو کې د ودانیزو چارو کارونه هم نیم‌ګړي پاتې دي.

د اوربند له پیل راهیسې اسراییلو غزه کې ۹۷ کسان شهیدان کړي

د غزې د حکومت د رسنیو دفتر وايي چې اسراییلي ځواکونو د اوربند له پیل راهیسې لږترلږه ۹۷ فلسطینیان شهیدان کړي او ۲۳۰ نور یې ټپیان کړي دي.

د دغه دفتر په وینا، اسراییلو د اوربند تړون ۸۰ ځله نقض کړی چې په هغو کې د توپونو ډزې، ډرون بریدونه او د ټانکونو خوځښتونه شامل دي.

پکتیکا کې د یوه سړک د بیارغونې چارې پیل شوې

د پکتیکا د ټولګټو چارو ریاست مسوولان وایي چې نن (دوشنبه) د مرکز ښرنې ښار څخه د زرغون‌ښار ولسوالۍ پر لور د ۴۸ کیلومتره اوږد سړک د بیارغونې چارې په رسمي ډول پیل شوې چې ټول لګښت یې ۱۰۶ میلیونه افغانۍ اټکل شوی دی.

میدان‌وردګ کې د ناروې په مالي ملاتړ پراختیایي پروژې پلې کېږي

د میدان‌وردګ والي ملاخیراالله خیرخواه د دغه ولایت مقام کې د ناروې اړوند «NEA» ادارې له مشرې انې کترین سره لیدلي او د یادې لېدنې په ترڅ کې د یادې ادارې مشرې ژمنه کړې چې په دغه ولایت کې به یوشمېر پراختیايي پروژې پيل کړي.

لوګر کې د «مس‌عینک» په نوم د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون جوړ شوی

 د لوګر مرکز پل‌علم کې د صنعت او سوداګرۍ ریاست له لوري د کورنیو تولیداتو پېژندنې، ملاتړ او بازارموندنې په موخه درې ورځنی نندارتون جوړ شوی دی.

د یاد نندارتون پرانېستو مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د لوګر سیمه‌ییزو چارواکو او سوداګرو ګډون کړی وو.

د هرات اوسېدونکي دغه ولایت کې د وحشي ژویو له ورکېدو اندېښمن دي

د هرات یوشمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د نادرو او وحشي ژوو له ورکېدو اندېښنه څرګندوي او وايي، په تېر کې به د دې ولایت په ډېری ولسوالیو کې د ژویو بېلابېل ډولونه لیدل کیدل، خو اوس یې، څرک نه‌لیدل کېږي.

دوی یې لاملونه بې‌ځایه ښکار، اقلیمي بدلونونه او پرله‌پسې وچکالي یادوي چې په پایله کې یې د حیواناتو مختلف ډولونه له‌منځه تللي یا هم لرې پرتو سیمو ته کډه شوي دي.

پاکستان سره د لارو تړل‌کېدل؛ سوداګر: توکي مو په خرابېدو دي

له تېرې جمعې راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له پوځي نښتو سره هم‌مهاله پر ډیورنډ کرښه د تورخم، سپین‌بولدک، ډنډپټان، غلام خان او انګور اډې لارې لاهم د سوداګریزو توکو د لېږد-رالېږد پرمخ تړل شوې دي.

یوشمېر افغان سوداګر چې تېرو نهو ورځو راهیسې یې په توکو بار موټر دواړو خواوو ته بند پاتې، وايي چې د افغانستان د تجارتي موټرو په درول‌کېدو سره د تازه مېوو او سبزیو لویه برخه خرابه شوې او سلګونه میلیونه ډالر زیان ورته رسېدلی دی.

پکتيکا کې د کرېکټ لوبغاړي: پر لوبغاړو شوي بريد څېړنه دې وشي

د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د کرېکټ يوشمېر لوبغاړي وايي چې د پاکستان د پوځي رژيم له لوري په ارګون ولسوالي کې د کرېکټ په لوبغاړو شوي بريد په تړاو دې نړيوالې ادارې بې‌پرې څېړنې وکړي.

دوی يادې څرګندونې په مرکز ښرنه کې د شهيد شو لوبغاړو روح ته د دعا په مراسمو کې وکړې.