پاکستان د بې‌اسنادو افغان کډوالو د شړلو بهیر چټک کړی

د اسلامي امارت د ځواکونو او د پاکستان د پوځ ترمنځ د نښتو له زیاتېدو وروسته، د پاکستان لومړي وزیر د دې هېواد له لوړپوړو چارواکو سره په یوه غونډه کې ټولو ایالتونو ته امر کړی چې بې‌اسناده افغان کډوال په چټک او منظم ډول له هېواده وباسي.

اوس مهال زرګونه افغان کورنۍ چې له کلونو راهیسې د پاکستان په بېلابېلو کمپونو کې مېشتې دي، د شړلو له جدي ګواښ سره مخ دي.

پکتیکا کې ۲۱ ښوونځیو ته د لمریزې برښنا سېسټم فعالېږي

د پکتیکا د پوهنې ریاست د ښوونیزو خدمتونو د پیاوړتیا په موخه اعلان کړی چې د ولایت په مرکز او شپږو ولسوالیو کې به ۲۱ ښوونځیو ته د ۲۶ میلیونو افغانیو په لګښت د لمریزې (سولر) برښنا سېسټونه ولګول شي.

د پکتیکا د پوهنې ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه سېسټمونه د پوهنې له یوه همکار بنسټ سره په مالي او تخنیکي همکارۍ فعالېږي.

مجاهد: د پاکستان پرضد د بریدکوونکو ډلو ملاتړ به نه‌کېږي

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد  نن یک‌شنبه (د تلې۲۷مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د اسلامي امارت او پاکستان د استازیو ترمنځ خبرې د دوه اړخیز تړون په لاسلیکېدو سره پای ته رسېدلې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، دواړو هېوادونو د بشپړ اوربند، متقابل درناوي او د ښه ګاونډیتوب پر اصولو ټینګار کړی دی.

د خوست نوي والي عبدالله مختار خپله دنده پیل کړه

د خوست لپاره نوي ټاکل شوي والي مولوي عبدالله مختار پرون شنبه، تلې ۲۶مه، د کورنيو چارو وزارت د لومړي مرستيال محمدنبي عمري له لوري د یوې ناستې پرمهال په رسمي توګه معرفي شو.

د نوي والي د معرفي مراسمو کې د کورنيو چارو وزارت لومړي مرستيال نبي عمري وويل چې د پاکستاني طالبانو «ټي‌‌ټي‌پي» هېڅ جنګيالي په افغانستان کې نشته او په وینا یې، په قبايلي سيمو کې دي.

د سالنګ لویې لارې د بندېدو پرېکړه وځندول شوه

يوې باوري سرچینې سلام‌وطندار ته تایید کړې چې د سالنګ لويه لاره به تر بلې خبرتيا پورې ونه‌تړل ‌شي او ښاريان کولای شي له دې لارې په ډاډه زړه تګ‌راتګ وکړي.

سرچینې «سلام‌وطندار» سره په خبرو کې وويل، د ټولګټو وزارت هغه پخوانۍ پرېکړه چې د تلې ۲۶مه څخه د لړم تر شپږمې پورې د ترميماتو په موخه د سالنګ د لارې د تړلو په اړه نيول شوې وه، د ځينو تخنيکي او اداري دلايلو له امله ځنډول شوې ده.

غزني کې درې پروژې ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې

د غزني محلي چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د لس میلیونه افغانیو په لګښت درې پروژې ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوي دي.

دغه پروژې چې درې سړکونه په‌کې شامل دي، د نړېوال بانک په مالي لګښت د درې مياشتو په موده کې جوړ شوي او په رسمي توګه پرانيستل شوې دي.