
لوګر کې افغاني سري میاشتې ټولنې تېرکال ۱۳۰زره کسانو ته خدمات وړاندې کړي
لوګر کې د افغاني سري میاشتنې ټولنې مسوولان وایي چې د تېر یوه کال په ترڅ کې د دغه ولایت په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې ۱۳۰زره کسانو ته خدمات وړاندې کړي دی.
د لوګر د سرې میاشتې ټولنې ریاست رییس مولوي میرهاشم حزبالله، د سرې میاشتې ځانګړې اوونۍ د نمانځلو په مناسبت جوړې شوې غونډه ته وویل، په تېر یوه کال کې د مرستې رسولو، بشرپالو خدمتونو، ښوونې او روزنې، روغتیایي او یوشمېر نورو برخو کې ۱۳۰زره کسانو ته خدمات رسولي دي.





