سپین‌بولدک کې نښتې؛ خلک: د جګړې له امله مو کورونه پرېښودل

د کندهار سپین‌بولدک ولسوالي د عامه اړیکو مسوول علي محمدحقمل وایي، د افغان او پاکستاني لوري ترمنځ جګړه تېره شپه پیل شوې چې د چهارشنبې تر سهار پورې يې دوام وکړ.

د نوموړي په خبره، په دې نښته کې پاکستاني ځواکونو ته ډېر تلفات اوښتي، خو لا تراوسه یې کره شمېر نه‌دی څرګند شوی. نوموړی زیاتوي چې جګړه د پاکستاني لوري له‌خوا پیل شوې وه او د سهار تر شاوخوا اتو بجو یې دوام وکړ.

تازه جګړه؛ سپین‌بولدک کې پاکستاني سرتیري وژل شوي

د اسلامي امارت چارواکي وايي چې د کندهار سپین بولدک ولسوالي کې له پاکستاني لورې سره د تازه نښتو پرمهال د افغان لورې په ځوابي برید کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پوښتې په نښه شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر ایکسپاڼې لیکلي چې ګڼ‌شمېر پاکستاني متجاوز نظامیان وژل شوي، پوستې او مرکزونه یې نیول شوي، وسلې او ټانګونه ترې لاسته شوي او نظامي تاسیسات هم له‌منځه وړل شوي دي.  

له ایران او پاکستان ۳۶۰۰ افغانان راستانه شوي

د بېرته راستنېدونکو د ستونزو حل عالي کمېسیون اعلان کړی چې ۳۶۰۰ افغانان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

دغه کمېسیون نن (چهارشنبه، د تلې ۲۳مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې یاد کسان پرون د هرات – اسلام‌قلعه، نیمروز د ورښم پل او د کندهار د سپین‌بولدک د سرحدي دروازو له لارې افغانستان ته راغلي دي.

د افغان ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ یو ځل بیا نښته شوې

پکتيکا کې سرچینې وايي چې د یاد ولایت په تروه ولسوالي کې د افغان ځواکونو او پاکستاني ملیشو ترمنځ جګړه پيل شوې ده.

له يادې سيمې ځايي سرچينو سلام‌وطندار ته تایید کړې چې د تروه ولسوالي دوو سيمو کې نن سهار شاوخوا نهه بجې د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ جګړه پيل شوې چې لاهم دوام لري.

بادغیس کې د بارانونو کمښت او اقلیمي‌بدلون د پستې پر حاصلاتو منفي اغېز کړی

پسته د بادغیس له مهمو او مشهورو کرنیزو محصولاتو شمېرل کېږي چې د باغونو په جوړولو سره یې، د دې ولایت زرګونه کورنۍ خپلې اړتیاوې پوره کوي.

خو د ځايي اوسېدونکو په وینا، د بارانونو کمښت او اقلیمي بدلونونو په وروستیو کلونو کې د پستې پر حاصلاتو د پام وړ منفي اغېز کړی او تولید یې کم شوی دی.

بدخشان کې د کورنیو د ژوند ښه‌والي لپاره ۱۹ شنې‌خونې جوړې شوي

د بدخشان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اعلان کړی چې (د ژوند لپاره نړیوالې رېښې) موسسې سره په همکارۍ بریالي شوي، څو د دې ولایت په جرم، شهدا او بهارک ولسوالیو کې ۱۹ شنې‌خونې جوړې کړي.

دغه اداره وايي، له دې شنو خونو به د یادو ولسوالیو ۲۰۰ کورنۍ ګټه واخلي. یادې شنې خونې د کورنیو باغچو د پروژې تر چتر لاندې جوړې شوي چې د سبزیو تخمونه، کېمیاوي سرې او کاري وسایل هم ورکړل شوي دي.

روغتیا او دود؛ ولې افغان مېرمنې د زېږون ترمنځ د واټن له حق محرومې دي؟

هېواد کې یوشمېر مېرمنې د زېږون ترمنځ د واټن راوستلو له حق څخه د ناخبرۍ له امله د دوی جسمي، روحي او اقتصادي وضعیت اغېزمن کړی دی.

دیني عالمان او حقوق‌پوهان وايي چې د مېرمنو جسمي او رواني وضعیت لپاره اسلام دین او قوانینو په غیرمستقیم ډول لارښوونه کړې چې د زېږون ترمنځ باید واټڼ رامنځته شي.

د سوریې ولسمشر احمد الشرع نن مسکو ته سفر کوي

ټاکل شوې چې د سوریې ولسمشر احمدالشرع نن (چهارشنبه، د تلې ۲۴مه) مسکو ته سفر وکړي.

د سوریې دولتي خبري اژانس سانا تایید کړې چې ولسمشر الشرع به په دې سفر کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري او دواړه مشران به د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه‌ییزو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.

ذبیح‌الله مجاهد: سپین‌بولدک کې د جګړې پرمهال ۱۲ ملکیان شهیدان شوي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، سپین‌بولدک کې د افغان او پاکستاني لوري ترمنځ جګړه کې ۱۲ ملکیان شهیدان او تر سلو زیات ټپیان شوي.

هغه نن چهارشنبه پر اېکسپاڼه ویلي «متأسفانه چې نن سهار وختي یو ځل بیا پاکستاني ځواکونو د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ کې په افغانستان د سپکو او درنو وسلو بریدونه پیل کړل چې له امله یې تر ۱۲ تنو ملکي هېوادوال شهیدان او له ۱۰۰ زیات ټپیان شوي دي.»

سپین‌بولدک کې د افغان او پاکستاني لوري ترمنځ جګړه؛ ګڼ ملکيان بېځایه شوي

د کندهار سپین‌بولدک ولسوالي کې د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته د اسلامي امارت او پاکستاني لوري ترمنځ شدیده جګړه روانه ده چې ګڼ ملکيان بې‌ځایه شوي.

نن سهار شاوخوا څلور بجې د کندهار د سپین‌بولدک ولسوالۍ په پوله جګړه پیل شوه چې د ځایي چارواکو او سرچینو په وینا، پکې سپکې او درنې وسلې کارول کېږي او ګڼو ملکي کورنیو د توپچي بریدونو له امله خپلې مېنې پرېښي.