د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته ګرافیک ډیزاین؛ احمدجاوید: د عاید ښه سرچینه ده

کندوز کې ځوان ګرافیک ډیزاینر احمدجاوید هنرمند وايي، له شپږ کلنۍ یې له هنر سره مینه درلوده او له همدې کبله د ګرافیک نړۍ ته راغلی دی.

د نوموړي په وینا، ګرافیک یوازې یوه دنده نه‌، بلکې هنر دی چې ژوند ته مانا ورکوي. هغه په ګرافیک ډیزاین کې له مصنوعي ځیرکتیا ګټه اخیستنه مثبت ګام بولي.

کندهار کې په ۷.۵ میلیونه افغانیو درې چکډېمونه جوړ شول

د کندهار د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ۷.۵ میلیونه افغانیو په لګښت درې چکډېمونه جوړ او ګټې‌‌اخیستنې ته سپارل شوي دي.

دغه چکډېمونه د کرنې او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې په مرسته، د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې او د طبعي سرچینو آمریت په تخنیکي همکاري جوړ شوي دي.

د هرات تورغونډۍ بندر کې یو جومات جوړېږي

 د هرات د ارشاد، حج او اوقاف ریاست چارواکي وایي، نن (سه‌شنبه، د تلې ۲۲مه) د دې ولایت د رباط‌‌‌‌‌ سنگي ولسوالي په تورغنډۍ بندر کې د یوه جامع جومات د جوړولو چارو پیل شوې.

د ارشاد، حج او اوقاف رییس بازمحمد نایاب وايي، دغه جومات د یاد وزارت د پراختیايي بودیجې په لګښت، د اسلامي امارت د مشر د فرمان له مخې، د دیني مرکزونو د پراختیا او آبادۍ په هدف جوړېږي.

د سالنګ لویه لاره د لسو ورځو لپاره تړل کېږي

د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس نن سه‌شنبه (د تلې ۲۲مه) «سلام وطندار» ته ویلي چې د سالنګونو لویې لارې د تونلونو د ترمیم پروژې د پلي کولو په موخه، دغه لار به د ۱۴۰۴کال د تلې له ۲۷مې نېټې څخه د لړم تر ۶مې نېټې پورې په بشپړ ډول تړل شوې وي.

حق‌شناس له موټرچلونکو وغوښتل چې د دې ۱۰ ورځو په موده کې سالنګونو لویې لارې ته د تګ پر ځای د دوشي – بامیان بدیل لاره وکاروي.

احمدالشرع: نه غواړو د اسراییل لپاره ګواښ واوسو

د سوریې د لنډمهالي حکومت ولسمشر احمدالشرع وايي چې نه غواړي د اسراییلو او یا هم د کوم بل هېواد لپاره د ګواښ په توګه واوسي.

نوموړي له امریکايي شبکې CBS News  سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، له هغه وخته چې دی دمشق ته راغلی، د اسراییلو پر ضد هېڅ ډول پارونکی اقدام نه‌دی شوی او نه هم غواړو د اسراییل  یا بل کوم هېواد لپاره د ګواښ سرچینه واوسي.

بلخ کې د شپږو میاشتو پرمهال د ترافیکي پېښو له امله ۷۷ کسان مړه شوي

د بلخ امنیتي چارواکي وايي، د روان کال د لومړیو شپږو میاشتو پرمهال د ترافیکي پېښو له امله ۷۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د بلخ امنیه قومنداني نن سه‌شنبه (تلې ۲۲مه) اعلان کړی چې دا کسان د ۱۵۵ ترافیکي پېښو په پایله کې، د مزارشریف ښار په مرکز او د دې ولایت پر لویو لارو کې مړه شوي دي.

بلال کریمي: پاکستان کې «شریره کړۍ» د سیمې ثبات ګواښي

په چین کې د افغانستان د اسلامي امارت سفیر بلال کریمي، ویلي، تر هغو چې د پاکستان دننه د «شریره کړۍ» کنټرول نه‌شي، په سیمه کې به دوامدار ثبات رامنځته نه‌شي.
هغه لیکلي: «پاکستان کې شریره کړۍ د سیمې د امنیت پر وړاندې د یوې سرطاني غدې په څېر راڅرګنده شوې ده. دا یوه مصنوعي پروژه ده چې د سیمې د سولې او ثبات پر وړاندې خنډ ګرځېدلې ده.»

پکتيا کې د صادراتي اسنادو د تایید لپاره ځانګړی مرکز پرانيستل شوی

د پکتيا صنعت او سوداګری رياست مسوولان وايي چې د لومړي ځل لپاره د سوېل ختيځ زون په کچه پکتيا کې د صادراتي اسنادو تاییدي لپاره واحد مرکز پرانيستل شوی دی.

د پکتيا د صنعت او سوداګری رياست رییس مولوي عظيم خان عظيمي د ياد مرکز پرانيستې مراسمو کې وويل چې په دې مرکز کې به د شاوخوا شپږو رياستونو او نورو اتحاديو استازي موجود وي او د صادراتي توکو اسناد به ژر خلاصيږي.