کابل کې د «اقلیمي بدلون او بشر راتلونکې» په اړه علمي ناسته جوړه شوه

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې نن سه‌شنبه په کابل کې د «اقلیمي بدلونونو او د بشر راتلونکې» تر سرلیک لاندې یوه علمي ناسته جوړه کړه چې د اسلامي امارت یوشمېر چارواکو، د پوهنتون استادانو او محصلینو په‌کې ګډون کړی وو.

روسیه کې د متقي په ګډون د مسکو فارمټ ناسته پیل شوه

د روسیې په پلازمېنه مسکو کې نن د «مسکو فارمټ اوومه ناسته» د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په رسمي ګډون پیل شوه.

د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، متقي د رسمي بلنې پربنسټ، په دې غونډه کې ګډون کړی دی. ټاکل شوې ده چې ګډونوال د افغانستان پر اوسني وضعیت، د ثبات د ټینګښت پر لارو چارو، سیمه‌ییزو همکاریو، د مخدره موادو پر قاچاق او د ترهګرۍ پر ګواښونو بحث وکړي.

د غزې دوه کلنه جګړه؛ فلسطین د نړیوال سیاست په محور ګرځېدلی

د حماس او اسراییل جګړه چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه د حماس غورځنګ له‌خوا د «الاقصی طوفان» له عملیاتو وروسته پیل شوه، له دایمي اوربند پرته، د تازه پیل شوو خبرو تر سیوري لاندې درېیم کال ته داخله شوه.

تېر دوه کاله د اسراییل او حماس ترمنځ نښتې تر ټولو خونړی فصل بلل کېږي چې سیمه یې له ژور بشري او سیاسي کړکېچ سره مخ کړې.

بلخ کې یوې ۶۰کلنې مېرمنې رستورانت جوړ کړی

د بلخ اوسېدونکې ۶۰کلنه نجیبه حقاني چې تر څوارلسم ټولګي یې، زده‌کړې کړي، د پرله‌پسې هڅو سره توانېدلې چې مزارشریف ښار کې یو کوچنی رسټورانټ جوړ کړي.

اووه کاله مخکې، نجیبه حقاني خپل کاروبار د دوه زره ډالرو په پور او له یوې کوچنۍ خونې څخه پیل کړ، خو نن یې رستورانت پراخ شوی او ۱۴ کسان په‌کې کار کوي  چې ۱۲ یې ښځې او دوه نارینه دي.

د ټرافیکو ریاست له اجازې پرته د وسایطو ترمیم بند کړ

د ټرافیکو عمومي ریاست ویلي، هېڅ تخنیکي ورکشاپ یا شرکت له رسمي اجازې پرته نه‌شي کولی، په وسایطو کې اساسي بدلون راولي.
د ټرافیکو عمومي عمومي ریاست ویلي، د نقلیه وسایطو ورکشاپونه او شرکتونه له رسمي اجازې پرته حق نه‌لري د وسایطو ماشینونه بدل کړي، ګازي سیسټم ته یې واړوي، رنګ یې تغییر کړي، یا په ماډل او باډۍ کې بدلون راولي.

متقي د مسکو فارمټ غونډه کې د ګډون لپاره روسيې ته تللی

د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د روسیې په رسمي بلنه د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ مشورتي غونډې په اوومې ناسته کې د ګډون په موخه مسکو ته تللی.

د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال ضيا احمد تکل تېره شپه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دا لومړی ځل دی چې امير خان متقي مسکو فارمټ غونډه کې د رسمي غړي په توګه ګډون کوي.