هېواد کې دوه ورځې انټرنټ بندېدل او د ښځو پر زده‌کړو او سوداګرۍ یې اغېزې

یو شمېر افغان ښځې وايي، تېره اونۍ هېواد کې د انټرنټ بندېدو د دوی د کار، زده‌کړو او ژوند پر وړاندې نوې ننګونې رامنځ ته کړې وې.
سلام‌وطندار په دغه راپور کې له ۱۰ ښځو سره خبرې کړي چې د انټرنټ بندېدو دغه ښځې بېلا بېلو برخو په ځانګړې توګه سوداګرۍ، زده‌کړو او ټولنیز ژوند کې له ستونزو سره مخ کړي.

د ښوونکي ورځ؛ کرزي نجونو او هلکانو ته د مساوي زده‌کړو هیله ښوولې

پخواني ولسمشر حامد کرزي نن یکشنبه د میزان ۱۳مې د ښوونکي ورځې په مناسبت ټولو ښوونکو ته مبارکي ورکړې او د هغوی د خدمتونو ستاینه یې کړې.

حامد کرزي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې هېواد کې استادان د ستړیاوو، ستونزو، اقتصادي فشارونو او د امکاناتو د محدودیت ترڅنګ، د وطن د بچیانو د ښوونې او روزنې لپاره زیار باسي او خپله مقدسه دنده په پوره ژمنتیا او صداقت ترسره کوي.

د انټرنټ پرې‌کېدل او افغان ځوانان؛ «احساس مو وکړ چې له نړۍ جدا شوي یوو»

هېواد کې د روان کال د تلې پر اوومه په ناڅاپي توګه د انټرنټي خدمتونو د پرېکېدو له امله میلیونونه افغانان له اقتصادي، زده‌کړو او نورو ستونزو سره لاس او ګرېوان شول.

سلام‌وطندار په دې راپور کې د انټرنټ پرې کېدو اغېزو ارزونې په تړاو کابل کې له ۳۷ ځوانانو سره چې شل یې هلکان او ۱۷ یې نجونې دي، مرکې کړي دي.

له یمن پر اسراییلو توغندیز برید شوی

د اسرایلو پوځ اعلان کړی چې د یمن له لوري توغول شوی یو توغندی یې شنډ کړی دی. د اسرایلي پوځ په وینا، د برید پرمهال څو سیمو کې د خطر زنګونه هم وهل شوي دي.

پوځ ویلي: «د یمن له خاورې توغول شوی توغندی د اسراییلود هوايي ځواک له‌خوا څارل شوی او له‌منځه وړل شوی دی.»

د بشارالاسد د رژیم له نسکورېدو وروسته سوریه کې نن پارلماني ټاکنې کېږي

د بشارالاسد د رژیم له نسکورېدو وروسته سوریه سوریه نن «یکشنبه، اکتوبر پنځمه» خپلې لومړۍ پارلماني ټاکنې کوي. دا ټاکنې د دغه هېواد د نوي سیاسي پړاو یوه مهمه مرحله بلل کېږي چې چارواکي یې د «وطن یووالي او د ټول ولس د استازیتوب» پر لور یو ګام ګڼي.

پر اوکراین برید؛ یو کس وژل شوی او ۳۰ ټپیان دي

په اوکراین کې چارواکي وايي چې پر دغه هېواد د روسي ځواکونو پرله‌پسې بریدونه یو ځل بیا ملکیان په نښه کړي دي.

د اوکراین چارواکو نن یکشنبه، اکتوبر پنځمه ویلي چې د هېواد په شمال سومي سیمه کې دوه روسي بې‌پیلوټه الوتکو د اورګاډي تم‌ځای په نښه کړی چې له امله یې یو کس وژل شوی او شاوخوا ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولودېمیر زېلېنسکي روسیه په «ترهګرۍ» تورنه کړې او ویلي یې دي چې مسکو په قصدي توګه ملکي وګړي په نښه کوي.

اندونیزیا کې د ښوونځي ودانۍ نړېدو له امله ۳۶ زده‌کوونکي مړه شوي

د اندونیزیا د ناورینونو د مدیریت ملي ادارې مسوولان وايي چې د اسلامي دیني مدرسې د ودانۍ د نړېدو له پېښې وروسته د مړو شویو زده‌کوونکو شمېر له ۱۶ څخه ۳۶ ته لوړ شوی دی.

دا پېښه د تېرې اوونۍ په پای کې رامنځته شوې او د ژغورنې ډلې لاهم د ورکو شویو کسانو د موندلو هڅې روانې ساتي دي.

د شمالي‌کوریا مشر: د پوځ او وسلو پراختیا ته ژمن یوو

د شمالي‌کوریا مشر کیم جونګ اون، ژمنه کړې چې د هېواد پوځ به لاپیاوړی کړي او د نویو ستراتیژیکو وسلو او پوځي تګ‌لارو پر پراختیا به تمرکز وکړي. دا څرګندونې هغه مهال شوي چې پیونګ‌یانګ د خپل نظام د کلیزې د نمانځنې لپاره یوه لوی پوځي parade ته چمتووالی نیسي.

غزه کې بریدونه؛ ۷۰کسانو ژوند له لاسه ورکړی

غزه کې طبي سرچینې وايي چې د اسراییلي ځواکونو د پرله‌پسې هوایي او توپچي بریدونو له امله لږترلږه ۷۰ فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

که څه هم د امریکا متحده ایالتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اسراییلو غوښتنه کړې چې غزه کې باید خپل بریدونه ودروي، خو ښکاري چې دې غوښتنې ته لاهم پام نه‌دی شوی.

راپورونه ښيي چې د حماس ډلې د ټرمپ د ۲۰ مادو د سولې له طرحې څخه ځینې برخې منلې دي، خو بیا هم د جګړې اور نه‌دی مړ شوی.