
د تېرو دوو ورځو ږلۍ او اورښتونو سلګونه کورنۍ زیانمنې کړي
د جمعې پر شپه د هېواد یوشمېر ولایتونه د سختو بارانونو، ږلۍ او سېلابونو شاهدان وو. د کابل، کاپیسا، لغمان، ننګرهار او خوست په ګډون څو ولایتونو کې بارانونو او سېلابونو خلکو ته د پام وړ مالي زیانونه اړولي دي.
د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د مسوولانو په وینا، یوازې په کابل، کاپیسا او لغمان کې ۷۲۱ کورنۍ زیانمنې شوې دي، سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې او زرګونه څاروي او مرغان هم لهمنځه تللي دي.











