برخلیک‌ټاکونکې لوبه؛ افغان لوبډله نن د بنګله‌دېش پروړاندې لوبېږي

د افغانستان او بنګله‌دېش د کرېکټ ملي لوبډلې نن جمعه، د تلې ۱۰مه نېټه، خپله دویمه شل اووره سیالي کوي. ټاکل شوې چې دا لوبه د افغانستان پر وخت د ماښام ۷ بجې د متحده عربي اماراتو په شارجه کرېکټ لوبغالي کې پیل شي. د پرونۍ لوبې په ترڅ کې د افغانستان توپ‌وهونکو ښه کارکردګي ونه ښودله او د بنګله‌دېش لوبغاړو د هدف ترلاسه کولو کې ښکلې لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

ټرمپ روسیه کاغذي زمری بللی؛ پوتین: ښايي ناټو د داسې نوم وړ وي

 د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونو ته په غبرګون کې چې روسیه یې «د کاغذي زمري» په نوم یاده کړې وه، وویل چې ښايي ناټو خپله د داسې یوه نوم وړ وي.

پوتین پرون پنجشنبه، اکتوبر دویمه خبرداری ورکړ، که واشنګټن اوکراین ته د توماهاک توغندیو د لېږلو پرېکړه وکړي، نو دا به د جګړې په کرښه کې نوی خطر لوړ کړي.

اسراییلو د لبنان سوېل کې د حزب‌الله پر مرکز برید کړی

 د اسراییلو پوځ ادعا کړې چې د لبنان سوېل په بوفور قلعه سیمه کې یې د حزب‌الله هغه تاسیسات په نښه کړي چې د دې ډلې د « بریدونو او دفاعي سېسټم» د مدیریت لپاره کارول کېدل.

د پوځ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «په یاد ځای کې د ترهګریزو فعالیتونو نښې لیدل شوې وې او د وسلو زېرمتونونه، پوځي جوړښتونه او ځمکې‌لاندې تاسیسات بمبار شوي دي.»

د پاکستان د بهرنیوچارو وزیر: د غزې په اړه د ټرمپ پلان زموږ نه‌دی

 د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار، ویلي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د غزې په تړاو اعلان شوی ۲۰ ماده‌ییز پلان د هغو مسلمان‌اکثریت هېوادونو له مسودې سره سمون نه‌لري چې وړاندې یې ګډه طرحه وړاندې کړې وه.

د هلمند بهرامچې له لارې ۲۱۴ کورنۍ راستنې شوي

د هلمند چارواکي وایي چې په تېرو دوو ورځو کې د بهرامچې له لارې ۲۱۴ کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوي دي.

د هلمند د والي ویاند، مولوي محمدقاسم ریاض سلام‌وطندار ته وویل: «ولایت مقام په مشرۍ د استقبال، ثبت او تثبیت کمېټې د راستنېدونکو کورنیو د هرکلي ترڅنګ د هغوی د ثبت او تثبیت پروسه ترسره کړه او په اړه یې اصولي کړنې ترسره شوې.»