د مخابراتي شبکو بندېدل؛ روغتیايي بهیر له کومو ستونزو سره مخ و؟

د تېرې سې‌شنبې او چهارشنبې پر ورځو د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو بندېدو، د ګڼو نورو ستونزو ترڅنګ، د ناروغانو او د هغوی د خپل‌خپلوانو لپاره هم ډېرې ستونزې راولاړې کړي.

ولي چې د خپل ناروغ د درملنې لپاره له جوزجان څخه کابل ته راغلی، سلام وطندار ته وايي چې د مخابراتي شبکو او انټرنټي خدمتونو د بندېدو پر ورځو د خپل ناروغ د درملنې په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ شوی.

پر غزې د اسراییلو بریدونه؛ لږترلږه ۲۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

غزه کې د اسراییلي ځواکونو د هوايي او ځمکنیو بریدونو له امله لږترلږه ۲۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوشمېر نور ټپیان شوي دي.

د روغتونونو سرچینې الجزیرې خبري شبکې ته ویلي چې د اسراییلو بریدونه د غزې په شمالي او مرکزي سیمو لاهم روان دي.

د ځان تحریم؛ د ایران ولسمشر: نفت او ګازو لرو، خو بیا هم وږي یوو

د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان، پر دغه هېواد د نړیوالو بندیزونو د بېرته راګرځېدو په اړه ویلي چې د هېواد اقتصاد باید د نفت او ګاز پر صادارتو ونه تړل شي.

د «ایرنا» د راپور له مخې، پزشکیان چې د پنجشنبې پر ورځ د بندرعباس ښار ته سفر کړی، په یوې ناستې کې وویل: «موږ هره ورځ شاوخوا ۸ میلیونه بوشکې نفت او ګاز تولیدوو. که یوازې ۱۰سلنه سپما په مصرف کې وکړو، دا د ۸۰۰زره بوشکو معادل دی.»

ترکیې د ایران اټومي پروګرام اړوند شتمنۍ کنګل کړې

د ترکیې حکومت د نړیوالو بندیزونو په لړ کې د ایران د اتومي پروګرام اړوند شتمنۍ کنګل کړې دي.

د ترکیې دولت د نړیوالو بندیزونو په چوکاټ کې د ایران د اتومي پروګرام له اړوندو ۲۰ کسانو او ۱۸ بنسټونو شتمنۍ چې په‌کې د ایران د اتومي انرژۍ سازمان هم شامل دی، کنګل کړي دي.

د مالیزیا لومړی وزیر: د اسراییلي رژیم مخه باید ونیول شي

د مالیزیا لومړی وزیر انور ابراهیم، وایي چې د غزې د مرستو د کاروان پر کښتیو د اسراییلي کمانډو ځواکونو له لوري د ۲۳ مالیزیايي وګړو د نیولو خبر ورکړی دی.

انور ابراهیم په یوه ویډیويي پیغام کې چې پر ټولنیزو رسنیو خپور شوی، ویلي، د نیول شویو کسانو د خوشې کېدو لپاره به د منځني ختیځ له مشرانو ــ په ځانګړې توګه د ترکیې، مصر او قطر ــ څخه مرسته وغواړي.

پروان کې پر درېوو میلیونه افغانیو د اوبو شبکه جوړېږي

د پروان په کوه‌صافي ولسوالي کې د نړیوال بانک د درې میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو یوه شبکه جوړېږي.

د پروان د کلیوبیارغونې او پراختیا ریاست مسوولان وايي، د دې پروژې عملي چارې د کوه‌صافي ولسوالي د بچه‌خاک په کلي کې پیل شوي دي.

ښه پایله؛ هلمند کې پر ۵۵۰ جریبه ځمکه سویابین کرل شوي

د هلمند کرنیز چارواکي دغه ولایت کې پر شاوخوا پنځه سوه پنځوس جریبه ځمکه سویابین کرل شوي چې پایله یې، تر ډېره مثبته ښودل شوې ده.

دغه ولایت د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر مولوي مطیع‌الله عابد سلام‌وطندار ته وویل: «دا ولایت کې پنځه سوه پنځوس جریبه ځمکه باندي  د سویابینو کرنه تر څیړنې لاندې نیول شوې ده. دغه نبات د هلمند د خاوري، اوبو او هوا سره ښه توافق ښودلی او پایله یې مثبته تمامه شوې ده.»

د لوګر چارواکي: نړیوال بنسټونه دې د خپلو فعالیتونو په اړه ولس ته معلومات ورکړي

د لوګر  مرکز پل‌علم کې د ملګروملتونو د سیاسي استازولۍ په اړه جوړې شوې یوې غونډه کې د  لوګر سیمه‌ییزو چارواکو په ګډون، علماوو، قومي مشرانو، ژورنالیستانو او ځوانانو ګډون کړی وو.

جوړې شوې غونډې ته د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ریيس مولوي فیض‌الله جوهري وویل، اوس هیواد کې سراسري امنیت ټينګ شوی او نړیوال بنسټونه کولای شي چې ولس ته اساسي خدمات ورسوي.

ذبیح‌الله مجاهد: د حکومت‌ له‌لوري د انټرنټ بندولو راپورونه ناسم دي

ذبیح‌الله مجاهد وايي، هېواد کې د انټرنټ بندېدو د توجیه په اړه د اسوشیټیدپرس خبري اژانس هغه ادعا ناسمه او جعلي ده چې د ده په حواله یې کړې.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن پنجشنبه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «هیله ده رسنۍ مسوولانه او مسلکي چلند وکړي. موږ که کوم دريځ او خبره د اعلان وړ وبولو، له خپلو ادرسونو یې وایو، نه له بهرنیو چینلونو څخه.»