د متقي او امریکایي پلاوي لیدنه؛ د مسایلو په حل ټینګار شوی

د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي اډم بولر په مشرۍ پلاوي سره لیدلي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل پر اېکسپاڼه لیکي چې ښاغلي متقي دغه لیدنه کې ویلي، اسلامي امارت تېره ورځ د امیر امیري په نوم یو امریکايي وګړی له بند څخه ازاد کړ او دا ښيي چې مسایل د ډیپلوماسۍ له لارې حل کېدی شي.