یحیی سرېع: اسراییلو کې مو مهم اهداف په نښه کړي

د یمن حوثي ډلې اعلان کړی چې په اسراییلو کې یې، په بالستیک توغندي او دوو بې‌پيلوټه الوتکو «حساس» اهداف په نښه کړي دي.

د حوثيانو پوځي ویاند یحیی قاسم سریع، په یوه بیان کې وویل چې د «فلسطین۲» ډول بالستیک توغندي او ډرون باندې یې، د اسراییلو یافا سیمه کې مهم اهداف په نښه کړي دي.

پکتیا له څلور انسټیټیوټونو څخه ۵۰۰ کسان فارغ شول

د پکتيا د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو امريت اړوند له څلورو انسټيټيوتونو څخه نن دوشنبه ۵۰۰ کسانو د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

په يادو مراسمو کې د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو امر رازمحمدحماس وويل چې يادو کسانو ته د ادارې او مديريت برخو کې دوه کلنې زده‌کړې ورکړل شوې دي.

افغانستان کې ځوانان د رسمي دندې په پرتله «ازاد کار» ډېر خوښوي

د سلام‌وطندار موندنې ښيي چې هېواد کې د وروستیو کلونو پرمهال افغان ځوانانو تر ډېره انلاین کاروبار ته مخه کړې او له دې لارې خپلې اقتصادي اړتیاوې پوره کوي.

په دې راپور کې مو د ځوانانو کاري وضعیت ارزونې په موخه د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې له ۳۲ ځوانانو «۱۲ نجونې، ۲۰ هلکان» سره مرکې کړي چې پر انلاین کاروبار بوخت دي.

پکتيا کې په لومړي ځل د شري واکسين کمپاين پيل شوی

د پکتيا عامې روغتيا رياست مسولان وايي چې نن ورځ دوشنبه پکتيا د مرکز او ۱۴ ولسواليو کې د شري واکسين لس ورځني کمپاين پيل شوی دی.

د ياد واکسين د پيل مراسمو کې د پکتيا عامې روغتيا ريس ډاکټر معراج ګل عادل وويل چې شری يو ساري ناروغي ده چې پرې اخته ماشومانو د مرګ سبب هم کيږي.

هغه وويل چې د شري لپاره د واکسين تطبيق يې د مخنيوي لپاره تر ټولو غوره لاره ده.

د اسراییلو لومړی وزیر: د ایران د یورانیمو د ساتلو له ځایه خبر یم

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د «فاکس نیوز» تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي چې د ایران د نږدې ۴۰۰ کیلوګرامه غني شویو یورانیمو د ساتلو ځای څخه خبر دی او دغه معلومات یې د امریکا متحدو ایالتونو سره شریک کړي دي.

ایران اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور یو کس اعدام کړی

د ایران د قضایي قوې اړوند خبري اژانس «میزان» راپور ورکړی چې د دوشنبې پر ورځ د «بهمن چوبي اصل» په نوم یو کس د اسراییلو استخباراتي ادارې ته د جاسوسۍ په تور اعدام شوی دی.

یادې رسنۍ ویلي چې بهمن چوبي په دیتابېس برخه کې له اسراییلي جاسوسي شبکې سره پراخ او هوښیارانه همکاری لرله.

پکتيا کې لومړی ځل د شري واکسين کمپاين پيل شو

د پکتيا عامې روغتيا رياست مسولان وايي، نن دوشنبه د پکتيا مرکز او ۱۴ ولسواليو کې د شري واکسين لس ورځني کمپاين پيل شو.
پکتيا کې د کتلوي معافيت عمومي مسوول سرفراز ژمن وويل چې د شري واکسين د لومړي ځل لپاره پکتيا کې پلي کيږي چې له ۶ مياشتو څخه تر ۱۰ کلنۍ پورې ماشومان به واکسین شي.
هغه له خلکو او ديني عالمانو وغوښتل چې د شري واکسين د دغه کمپاين په ښه تطبيق کې له روغتيايي ټيمونو سره همکاري وکړي.

خلیلزاد د اسلامي امارت له‌لوري د امریکايي وګړي خوشې کېدل مثبت ګام بللی

د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد ویلي، د اسلامي امارت له بند څخه د امریکايي وګړي ازادېدل یو مثبت ګام دی.
هغه نن پر اېکسپاڼه لیکلي چې افغانستان کې د اسلامي امارت له بند څخه د امریکايي وګړي امیر امیري له خوشې کېدو هرکلی کوي او دا د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو ښه‌والي کې یو مهم او مثبت ګام دی.