
هند کې د ټاکنیز کمپاین پرمهال د ګڼېګوڼې له امله ۳۹ کسان مړه شوي
د هند د تامیل نادو ایالت چارواکي وايي، د تامیل فلمي ستوري وِیجې له لوري د ټاکنیز کمپاین پرمهال په یوه لویه غونډه کې د خلکو د ګڼېګوڼې (سټامپېد) له کبله لږترلږه ۳۹ کسان وژل شوي او له ۵۰ زیات نور ټپیان دي.








